لغمان کې امنيتي ځواکونو د وروستي بريدونو په تړاو ۷ تنه نيولي

0 644

 لغمان ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې امنيتي ځواکونو په دې ولايت کې د وروستيو خونړيو پېښو په تړاو د وسله‌والو طالبانو يوه ۷ کسيزه ډله نيولې ده.

د لغمان مرستيال والي شهزاده مظلوم يار نن د يوه خبري کنفرانس پرمهال رسنيو ته وويل چې دا کسان يې د کشفي مالوماتو پر بنسټ د بېلابېلو ځانګړو عملياتو پرمهال نيولي دي. نوموړي زياته کړې چې دې کسانو په مهترلام ښار کې د پوليسو پر موټر او دغه راز يې د لغمان ولايتي شورا پر رئيس په چاودنه کې چې ګڼو ملکيانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، لاس درلود.

مظلوم يار دا هم ويلي چې د يادو کسانو په نيول کېدو سره د يو شمېر هغو بريدونو مخه هم نيول شوې چې د دې کسانو له لورې پلان شوي وو. نوموړي زياته کړې چې دې کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او په خبره يې د لا ډېرو مالوماتو ترلاسه کولو په هدف د ملي امنيت له لوري تر پوښتنواو ګروېګنو لاندې دي.

په لغمان کې وروستيو څو خونړيو چاودنو ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. دا بريدونه د ملکي مرګ ژوبلې له کبله په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply