سیحون نیوز ته د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې يوې سرچينې ويلي چې د خيبر پښتونخوا په کوهاټ کې د ځينو مدرسو تنکي افغان زده‌کوونکي ورک شوي او کورنۍ يې د مړي او ژوندي په اړه اندېښنه لري.

خو همدې سرچينې بيا دا هم ويلي چې دغه ماشومان په ننګرها کې د جګړې پرمهال ليدل شوي او د کوهاټ له مدرسو په زور او د کورنيو له خبر پرته په افغانستان کې جګړې ته را وستل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د يادو ماشومانو کورنۍ د پاکستاني پوځ له لوري ګواښل شوي که د خپل ماشومانو په اړه غږ پورته کړي، نو د کورنۍ نور غړي به يې ژوندي ورک کړي.

له پاکستاني د مدرسو د افغان زده‌کوونکو ورک کېدل او ننګرهار ته د هغوی راتګ نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوي خو بوږنوونکې يې دا ده چې دا ځل د کوهاټ له مدرسو راوړل شوي جنګيالي ماشومان دي.

د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي له سیحون نیوز سره په خبرو کې وویل، دامهال په پاکستان کې د افغانستان جګړې لپاره د فکري بشري قوې توليد په موخه ۲زره دیني مدرسې ګمارل شوي او په دې برخه کې خپل ماموريت ترسره کوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې پاکستان په ټوله کې شاوخوا ۲۰زره دیني مدرسې لري چې له ډلې يې ۲زره هغه له کلونو راهېسې په همدې موخه افغان زده کوونکي روزي او بیا یې د جګړې له ځينو سلاکارانو سره يو ځای د افغانستان خاورې ته را اړوي چې د افغان ځواکونو پرضد جګړه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې د پاکستان څارګره اداره يا ISI د يادو ۲زره مدرسو مستقیم مدیریت په غاړه لري او د یادو مدرسو لپاره په افغانستان کې د تبلیغات له لارې د دیني زده‌کړو په نوم ځوانان ورجذبوي.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې دغه اداره د دیني عالمانو په نوم ځیني کسان لري چې په خپل مهارت، فصاحت او بلاغت سره د تبلیغاتو له لارې کم عمره ځوانان تېر باسي او د افغانستان لپاره جګړې ته لېږي.

دغه سرچينه زياتوي چې يوه نوي تخنيک له مخې د پاکستان استخباراتي اداره د خيبر پښتونخوا او يو شمېر قبايلي ځوانان هم په افغانستان کې جګړې ته لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند جګړې په ترڅ کې ځینو امنیتي چارواکو او د هلمند والي محمد یاسین هم له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د دغلته يې په جګړه کې ډیری بهرني طالبان وژلي دي.

د نوموړي په خبره د نښتو په ترڅ کې ډېری د وژل شويو طالبانو جسدونه د کوټې له لارې پاکستان ته انتقال شوي او هلته يې جنازې شوي دي. کورنیو چارو وزارت هم مني چې پاکستان کې یو شمېر مدرسې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي او د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې ډېری کسان له همدغو مدرسو فارغ شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین له سیحون نیوز سره په خبرو کې زياته کړه چې د پاکستان څارګره اداره د دغو مدرسو په رهبریت کې مستقیم لاس لري او د جنګي تجهیزاتو مرستې هم دوی ورته رسوي.

نوموړی په دې اړه وايي:

«دا وضح خبره ده چې د طالبانو پټنځايونه او د تجهیز او اکمال ټولې منابع له پاکستان سره دي او تل یې ورته د فکر او ذهن رغولو برخه کې داسې زمینې چمتو کړي چې ګواکې دلته افغانان ټول کافر دي.»

د یادونې وړ ده چې پاکستانۍ مدرسې هر کال زرګونو کسان فارغوي چې د مالوماتو له مخې اکثره هغه یې افغان ځوانان دي.

سيحون خبري اژانس