تر اولاد دنده مقدسه دی

سید عبدالله پاچا

0 640

د افغانستان رسنیو کې هغه تصویر او کیسه ډیره خپره شوه چې پکې د یو سرتیري د زوی کیسه انځور شوې وه.

د حشمت الله په نوم یو سرتیری چې هلمند کې دنده لري، زوی یې د ستوني ناروغي درلوده او تیرې څه مودې راهیسې سخت ځوریده.

حشمت له خپل اته کلن زوی عنایت سره ژمنه کړې وه چې هر کله کابل ته راشي، نو درملنه به یې کوي.

دوه اوونۍ وړاندې حشمت کور ته راځي، کورنۍ یې ښه راغلاست ورته وایي، حشمت له یوې ورځې دمې وروسته د زوی د عملیات تابیا کوي، روغتون ته یې وړي او تر تشخیص وروسته د عملیات ضرورت پيدا کیږي.

کله چې حشمت الله خپل زوی عنایت الله د عملیات خوني ته وړي او بې هوشي ورکوي، سرتیري ته له هلمند زنګ راځي چې وضعیت ښه نه دی، جګړه ده او باید دندې ته ستون شي.

حشمت الله هملته د زوی د ناروغي په بستر باندې زوی ښکل کوي، یوه جمله ورته لیکي او د هلمند پر لور حرکت کوي.

د حشمت جمله خپل زوی ته داسې وه ( زه مې خپلې دندې ته ستنیږم چې هلمند کې ده، هلته وضعیت ښه نه دی او ماته ضرورت دی، تاته دې خدای شفا درکړي او دنده مقدسه ده.)

د حشمت الله دا سرښنده او له دندې او هېواد سره مینه تر رسنیو ورسیده او رسنیو پرې راپورونه وکړل.

په دې سره د ځینو هغو خبرو یو ځل بیا دروغ شوې چې ګنې سرتیري یواځې د پيسو لپاره دنده کوي او بل فکر او روحیه نه لري.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه پياوړې ده او دا روحیه د پيسو لپاره نه بلکې د وطن لپاره ده.

دا د یو حشمت الله کیسه وه چې رسنیزه شوه، داسې سلګونه او حتا زرګونه کیسې شته چې فلمونه پرې جوړیدلی شي.

سرتیری که هر څنګه وضعیت کې وي، له دندې سره مینه یې په کور ارام ته نه پریږدي، او هر ډول وضعیت کې ځان دندې ته رسوي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دنده تر بل هر مسوولیت مقدسه ګڼي او هغه قسم چې د دندې لپاره یې کړی دی، نه ماتوي.

تاسو به ځینې موارد په جګړه کې لیدلي وی چې ان سرتیري حاضر دي چې شهادت یې په نصیب شي، خو د پنجاب مزدورانو ته نه دي تسلیم شوي.

د سرتیرو لپاره دنده مقدسه ده او د هېواد او هېوادوالو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply