!د ذبیح الله مجاهد پر خبرو د قرار تبصره 

سید عبدالله پاچا

0 710

خوارج کلاب اهل نار……..

ذبیح الله مجاهد ‌‌‌‌‌‌د اسلامي نړۍ د علماو د اتحاد د مشر د وینا په مقابل کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زبردست باد کړي دي. خپله پنجاسپۍ شبکه یې د ابوبکر رض له خلافت سره تشبیه کړی او افغانان یې د زکات له منکرینو سره تشبیه کړي دي. لومړی خو افغانان د اسلام له هیڅ حکم څخه منکر نه دي، دوهمه دا چې د ابوبکر رض په زمانه کې د زکات په نه ورکړه ځکه خلک وژل کېدل چې هغه د هغه وخت د نظام خلاف بغاوت. و او سیاسي بغاوت و، بلکې د ارتداد د فتنې مرادفه او مقارنه پېښه وه. دوهمه خبره دا ده چې هغه وخت یوه اسلامي مستقله اتهاریټي یا مرجع وه، د مسلمانانو پر پایتخت حاکمه وه، د ییعت له لارې راغلې وه، ابوبکر صدیق رضی الله عنه نه د پنجاب د ګټو لپاره جنګېده، نه د هغه د خلافت شورا د هیرامن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډۍ په ګاون‌‌‌‌‌‌ډ کې د بل – ستا په خپله اصطلاح – کفري نظام تر سیورې لاندې مقیمه وه، نه یې له پردیو استخباراتو سره تړونونه درلودل، نه یې له کفارو سره د مسلمانو په مقابل کې تړونونه درلودل. ته په کوم مشابهت ځان د هغه له خلافت سره مشابه کوې؟ درېیمه دا چې که ته د هغه وارث یې نو هغه د سعودي واکمن نه و، هغه د مسلمانانو واکمن و، ته له مسلمانانو سره کار نه لرې، یعنې د اسلام مرجعیت نه لرې، د افغانستان یوه یاغي وحشي ‌‌‌‌‌پردۍ پاله پنجاسپۍ ‌‌‌‌‌‌ډله یې، که د مسلمانانو وای نو په پاکستان کې به یا تا، یا ستا استادانو په همدې دلیل او بهانه جګړه کړې وای. په قطر کې به د نورو قصابانو کولمو او لړسنو ته پروت نه وای.تا ته چې د ‌‌‌‌‌‌ډرونونو زور در پیمانه شي بیا وایې چې زه نړیوال ترهګر نه یم، افغان ملتپال یم، یانې فتنه مې په افغانستان پورې محدوده ده، خو چې د جګړې د جواز او نه جواز خبره شي بیا د اسلام عمومي احکام کاروې او ځان دیني مرجعیت ګڼې.

لن‌‌‌‌‌‌ډه یې دا چې د خوارجو یوه عمده ترینه نښه همدا ده چې د ګناه په بهانه قتال روا ګڼي.

شیخ الاسلام ابن تیمیه د خوارجو په اړه وایي چې:” (دوی به له دینه ووځي)، او علت به د قرآن غلط فهم وي، چې د دوی هدف به د قرآن مخالفت نه وي خو درک به یې غلط وي، ځکه به نو فکر کوي چې د ګناه مرتکب کافرېږي.

(قال شيخ الإسلام ابن تيمية في بدعتهم: “إنما هي من سوء فهمهم للقرآن، لم يقصدوا معارضته، لكن فهموا منه ما لم يدل عليه، فظنوا أنه يوجب كفر أرباب الذنوب”(22).)

د خوارجو په اړه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صریح حدیث دی چې “يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان”. وفي رواية: “يقاتلون أهل الإيمان ويتركون أهل الأوثان”.

د اسلام خاوندان به وژني او د بتانو په خاوندانو به کار نه لري. په بل عبارت، د ایمان له خاوندانو سره به جګړه کوي، د بتانو له خاوندانو سره به کار نه لري.

د خوارجو اعمال او نظریات خو څه چې د هغوی ظاهري نښي لا په ټالبانو صدق کوي. په حدیث شریف کې ویل شوي دي چې سیما هم التحلیق أو التسیید. مانا چې

وېښتان به یا خرېیي، یا به یې اوږدوي.

ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې د افغانانو وژل له کفارو سره د افغانانو د معاونت په سبب روا دي. که دغسې وي خو تاسې هم د داعش، ټي ټي پي د پاکستان ضد غړیو خلاف د امریکا او پاکستان ملاتړ کوئ. هم امریکایي رسنیو په کونړ کې د ټالبانو او امریکایي هوایي ځواک دپارټنرشیپ راپور ورکړ. تر دې مخکې ټرمپ او تر هغه را وروسته د ټرمپ پخواني امنیتي سلاکار له امریکا سره ستاسې د همکارۍ له تړونه پرده پورته کړه. تاسې په هغه اړه هیڅکله انکار ونه کړ.

که د القاعده خلاف د افغانستان د دولت همکاري کفر و نو دغه کار خو رسماً تاسې هم وکړ.

لن‌‌‌‌‌‌ډه دا چې ټالبانو په وروستۍ اعلامیه خپل یو څه ترلاسه کړی سیاسي مشروعیت هم باطل او خپل خوارجتوب، شذوذ او باغیتوب ټولې نړۍ ته رسوا کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply