د اروپايي ټولنې یو شمېر پارلمان غړو د وېزې برخه کې پاکستان ‘خورا خطرناک ‘ هېواد بللی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي.
تېره اونۍ اروپايي پارلمان ته وینا کې نوموړې په ټینګار ویلي:
”د شینجن ویزا رپوټ له مخې باید وویل شي، چې د جعلي پاسپورټونو او ویزو لړ کې پاکستان له ټولو مخکې دی. ”
اغلې بیلډ زیاته کړه:
”له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه موږ پاکستان سره د نژدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي. ”
نوموړي پاکستان ته په اشارې سره ویلي:
” موږ له ځینې داسې دولتونو او شخصیتونو سره مرسته کوو، چې د سخت دریځو اسلامپالو د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ”
بي بي سي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته د اروپايي پارلمان د ځينې غړو د تورونو په هکله پوښتنې په لیکلې بڼه واستولې، خو د رپوټ خپرېدو تر مهاله یې غبرګون نه دی څرګند کړی.
د اروپايي هېوادونو ویزې لارښود وېبپاڼه شینجن ویزا انفو ډاټ کام وايي، اغلې بیلډ دغه څرګندونې د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د بریدونو او په ځانګړې توګه د چارلي اېبدو مجلې دفتر ته څېرمه بریدونو کې د دوو کسانو وژل کېدو په تړاو کړې دي.
رپوټونو کې ویل شوي، دې بریدونو کې یوه پاکستاني لاس درلود، چې په غیر قانوني توګه فرانسې ته رسېدلی و او د ادعا له مخې یې چارواکو ته ځان نابالغ ورپېژندلی و.
د وېبپاڼې رپوټ کې ویل شوي، فرانسې حکومت او اروپايي ټولنې ته استول شوي لیک کې د پارلمان نور غړي، فلویو مارتو شیئلو، ریزارد زارنیکي او جیانا ګارسیا هم شامل دي.
دې لیک د ترهګرۍ پېښو کې د پاکستان لاس لرلو په هکله د بندیزونو غوښتنه شوې ده.
![د نړیوال تابعیت لړ کې د سلا مشورې خدمتونو شرکت آرتن کېپټل په خبره ۲۰۱۴ کال کې پاکستان هغو دریو هېوادونو کې شامل و، چې ۴۰ سلنه غوښتنلیکونه یې استولي.](https://ichef.bbci.co.uk/news/640/cpsprodpb/B609/production/_115110664_gettyimages-1057579362.jpg)
د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
په لیک کې لیکل شوي:
”نن اکتوبر ۲۲ مه، موږ له فرانسې حکومت او اروپايي ټولنې غواړو چې د پاکستان اسلامي جمهوریت له لوري د ترهګرۍ فعالیتونو پر ضد بندیزونه ولګوي. ”
په لیک کې دغه راز راغلي:
”فرانسه، اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د بې ګناه انسانانو وژنه نه شي زغملای او نه هم باید د ترهګرۍ له فعالیتونو وډار شي. ”
په لیک کې د اروپايي ټولنې غړو ویلي:
” د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۴ مه رامنځته شوي لویدیځ پاکستان چې پاکستان اسلامي جمهوریت هم بلل کېږي، پر نړیوالو بې شمېره ظلمونه کړي دي. ”
د شینجن ویزا ډاټ کام وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د تش په نامه تابعیت له لارې د پانګونې پلانونو غندنه شوې، چې د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونو له لارې یې چارې پر مخ بیول کېږي.
د ادعا له مخې دغه ډول سکیمونه په جرمونو کې لاس لرونکو کسانو ته پلورل کېږي.
دې کې ګولډن ویزا سکیم هم شامل دی، چې د پانګونې په شرط د اروپايي هېوادونو تابعیت پرې اخیستل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320