۵۰ ورځو کې طالبانو د خپلو بریدونو په ترڅ کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژلي

0 762

 ارین وايي، د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې د تېرو ۵۰ ورځو په تېریدو ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه لیږلي ویډیوي کلېپ کې وايي، چې وسلوالو طالبانو تېرو ۵۰ ورځو کې شاوخوا زره حملې کړي دي. د نوموړي په خبره چې د دې حملو په ترڅ کې ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند همدا راز زیاتوي، چې د طالبانو د یادو بریدونو په ترڅ کې افغان ځواکونو پر دوی ځوابي بریدونه کړي او د دغې ډلې شاوخوا ۲زره تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې چې دې وروستیو کې د طالبانو له لوري په ډیریدونکي تاوتریخوالي په کور دننه او بهر نېوکي کيږي، خو دا ډله لا هم په خپل دریځ روانه او د جګړو په ترڅ کې هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply