طالبان له پېښې تېښته کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 688

پر کابل پوهنتون له برید وروسته نږدې ټول افغانان او محصلین یقین لري چې برید طالبانو کړی او مسوولیت یې ځکه نه اخلي چې له امریکا سره یې هوکړه کې د تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه کړې او بیا ترې امریکا خفه کیږي.

دا برید ځکه طالبانو کړی چې دا ډله هڅه کوي پر افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې خبرو کې د طالبانو ټولې مشروع او نامشروع غوښتنې ومني.

په دې کې هم شک نشته چې د طالبانو د سیاسي او جنګي ډلو لارې جلا شوي او هغه څه چې سیاسي ډله یې غواړي، جنګي ډله یې ورسره نه مني.

سیاسي ډله کې ځینې کسان داسې انګیري چې د پاکستان له انحصار وتلي، خو جنګي ډلې یې هیڅکله نه غواړي چې د پاکستان له انحصار ووځي.

له دې کبله چې پاکستان د جنګي طالبانو لپاره امکانات او د جګړې وسایل برابروي او د طالبانو جنګي ډلې حاضر نه دي چې یوه ورځ ترې هم پاکستان خفه وي.

تاسو وګورئ چې د کابل پوهنتون د برید او افغان امریکایي پوهنتون د برید توپير په څه کې دی؟

طالبانو په ډير افتخار سره پر افغان امریکایي پوهنتون د برید مسوولیت واخیست، په هغه برید کې هم څه امریکایان نه و وژل شوي بلکې افغان استادان او محصلین پکې وژل شوي و.

خو طالبان چې د سولې په نوم تکتیکي پروسه کې ناست دي، په دې وضعیت کې نه غواړي چې د دې ډول بریدونو مسوولیت ومني.

د افغان امریکایي پوهنتون او کابل پوهنتون بریدونو او قربانیانو کې توپير څه دی، خو هلته هم محصلین او استادان شهیدان شوي او ټپيان شوي و، او د کابل په پوهنتون کې هم افغان محصلین شهیدان شوي او ټپيان دي.

توپير یواځې دا دی چې طالبان له امریکا سره تر هوکړې وروسته نه غواړي چې لا ډير د نړیوالو په سټیج ترهګر معرفي شي، خو د طالبانو وسله وال په دې کیسه کې نه دي.

د طالبانو جنګیالي چې د وحشت په وروستي حد کې دي، د هیڅ هیواد سره د اړیکو کیسه کې نه دی، یواځې پاکستان ورته قبله هم ده او بادار هم .

که طالبان هر څو ووایي چې دا برید یې نه دی کړی، خو په دې ټول پوهیږي چې په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او عامه ځایونو کې بریدونه طالبانو کړي، کوي یې او راتلونکې کې به ترې هم لاس وا نه خلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply