حج او اوقافو وزارت د حامدالحق څرګندونې ماشومانه وبللې

0 601

د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزارت وايي، د پاکستان يوه ديني عالم هغه څرګندونې چې د افغان حکومت په تړاو يې کړې، ماشومانه دي او زياتوي چې تل دا ډول څرګندونې د دغه هېواد د استخباراتو په اشاره کېږي.

دغه وزارت په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د حقانيه مدرسې محتمم او مشر حامدالحق يادې څرګندونې د شرعيت اصولو له مخې نه بلکې د پاکستان استخباراتو په سپارښتنه کړي او زياتوي چې د نوموړي په څېر د دغه هېواد يو شمېر ديني عالمان د پاکستان د پوځ او استخباراتو په اشاره نڅېږي.

حامدالحق درې ورځې وړاندې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل چې وسله‌وال طالبان په افغانستان کې د روانې جګړې ګټونکي دي او افغان حکومت دې هم دا ومني. خو د نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د حکومت، د عامو خلکو او ديني عالمانو له توند غبرګون سره مخ دي او وايي چې د نوموړي حيثيت ته په کتو دا تمه نه شي کېدای چې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو په پلوۍ به څرګندونې نه کوي.

تازه د افغانستان ارشا، حج او اوقافو وزارت هم په دې اړه توند غبرګون ښودلی او په اړه يې ويلي: «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.»

دې وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې په پاکستان کې ورته ديني عالمان او مدرسې د دغه هېواد د استخباراتو تر تاثير لاندې دي او خپل دې مجبوريت ته په کتو اړ دي چې وخت ناوخت د افغانستان په اړه دا ډول څرګندونې وکړي.

د  په اعلاميه کې وړاندې زياته شوې: «ټولې نړی ته ثابته ده چې د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده.»

حامدالحق د مولانا سمیع الحق زوی او د خپل پلار ځای ناستی دی. د نوموړي پلار سمیع الحق د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر و چې د طالبانو اصلي ملاتړی او د دې ډلې معنوي پلار هم بلل کېده.

نوموړی د ۲۰۱۸ کال د  نومبر پر ۳يمه په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د نامالومو وسله‌والو له لوري سخت و ربړول شو او هماغه مهال په چړو و هم ووژل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply