بنو محکمې د علي وزير د نيول کېدو حکم صادر کړی

0 739

د خيبر پښتونخوا په بنو کې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان برحاله غړي علي وزير د نيولو حکم صادر کړی او پوليسو ته يې امر کړی چې نوموړی محکمې ته حاضر کړي.

په داسې حال کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ په راتلونکو ورځو کې د خپل‌سرو نيونو، هدفي وژنو او په قبايلي سيمو کې د وسله‌والو مخالفانو د بيا تنظمېدو په خلاف لويه ولسي غونډه ترسره کوي، خو دلته فعالان د علي وزير نيول کېدو حکم د يادې غونډې د ګډوډولو هڅه بولي او زياتوي چې پاکستان حکومت نه غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ په توګه علي وزير په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر وړاندې د پاکستان حکومت دا ډول اقدام سيستماتيکې هڅې بولي او زياتوي، دغه رياست په ورته اقداماتو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليتونو محدودولو په هڅه کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان بيا ډاډ ورکوي چې د نومبر په ۱۵مه ترسره کېدونکې لويه غونډه به ضرور د ياد غورځنګ د ټولو مشرانو او غړيو په حضور کې ترسره کېږي. پر علي وزير د پوليسو له لوري تور دی چې نوموړي د حکومت خلاف څرګندونې کړي او دغه راز خلک د پاکستان حکومت پر ضد پاروي.

نوموړي د محکمې حکم په غبرګون کې سيحون نيوز ته وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ د قانون په چوکاټ کې د خلکو د حقونو خونديتوب او اعادې په موخه مبارزه کوي او زياته کړې يې ده چې د نيونو په اړه دړکې به د دغه غورځنګ د فعاليتونو پر وړاندې خنډ نه شي.

نوموړی دا هم وايي چې د اوسني کېس په اړه هېڅ مالومات نه لري او نه هم پوليسو په دې تړاو ورسره مالومات شريک کړي دي. علي وزير په دې اړه سيحون نيوز ته وويل:

«په پښتون مېشتو سيمو کې پر مونږ ډېر FIR ثبت شوي دي. خو له دې نوي زه هېڅ خبر نه يم او نه پوليسو په دې اړه نوټيس راکړی دی. مونږ هر وخت حاضر يوو چې سپيناوی ورکړو.»

د علي وزير د نيول حکم داسې مهال صادرېږي چې له دې وړاندې په شمالي وزيرستان کې پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ محسن داوړ ته هم د وسله‌والو ډلو له لوري د ترور په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

نوموړي ته ويل شوي وو چې په لويو غونډو کې دې له ګډون ډډه وکړي او له پوليسو سره د مالوماتو له شريک کولو پرته دې هېڅ ځای ته نه ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply