د طالبانو له انکار وروسته، د علماوو فتوا

سید عبدالله پاچا

0 524

تازه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نړۍ ستر دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي سره لیدنه کې په افغانستان کې جګړه ناروا یاده کړې او د اوربند غوښتنه یې کړې.

شیخ القرضاوي چې د نړۍ علماء ورته درناوی لري، په داسې حال کې د افغانستان د جګړې د نامشروعیت لپاره فتوا ورکړې چې طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د جګړې په تړاو د دیني علماوو څرګندونې رد کړې وې.

طالبانو په ډير صراحت او سپین سترګۍ سره هغه دیني علماء ناپوه بللي و چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې وه.

طالبان یواځې د پاکستان د جي ایچ کیو د علماوو فتوا ته درناوی لري او د هغې له مخې جګړې ته دوام ورکوي.

شیخ القرضاوي په ډاګه ویلي چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري او نباید طالبان جګړې ته پلمې ولټوي.

القرضاوي غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې د مسلمانانو ترمنځ اوربند وشي او د سولې خبرو د بریا لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.

خو طالبانو ته افغانان مسلمانان نه ښکاري اوحاضر نه دي چې اوربند وکړي او جګړې کې کموالی راولي او یا یې بس کړي.

طالبان د جګړې پر سر امتیازات او امکانات اخلي او د دې جګړې د مشروعیت لپاره له کرايي شویو علماوو چې اصلا علماء نه بلکې د پاکستان د استخباراتو استخدام شوي مامورین دي، فتوا اخلي.

د طالبانو ځینې مشران هم په دې پوه دي چې د مسلمانانو ترمنځ د جګړې لپاره هیڅ دیني مشروعیت نشته، خو د دې لپاره چې جګړه کې یې ګټې دي او یا مجبوریت دی، څه نه وایي.

له دې سره یو ځای کابل کې د حج اوقافو وزارت له دیني علماوو سره یو ځای یو خبري کنفرانس کې په ایاتونو او احادیثو سره وښوده چې د افغانستان جګړه کې هیڅ دیني اړخ نه لري او یواځې انسان او افغان وژنه ده.

دې دیني علماوو طالبانو چلنج کړل چې د جګړې د مشروعیت لپاره حتی یو ایات او حدیث هم نه شي وړاندې کولی.

خو داسې ښکاري چې طالبان له دې ټولو ایاتونو او احادیثو منکر دي او یواځې د هغو مفسرینو خبره اوري چې د طالبانو جګړه مشروع بولي.

نور خو د ټولې نړۍ علماوو په جلا جلا کنفرانسونو او غونډو کې په ډاګه ویلي چې دا جګړه هیڅ مشروعیت نه لري او باید پای ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply