د امريکا متحده ايالاتو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډيموکراټ جوبايډن بريا په اړه بلاخره وسلهوالو طالبانو هم غبرګون وښود.
په قطر کې د يادې ډلې سياسي دفتر وياند نعيم وردګ له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، وسلهوال طالبانو د قطر هوکړه د امريکا له حکومت سره کړې او ټينګار يې کړی چې جوبايډن دې هم يادې هوکړې ته پابند پاتې شي.
نوموړي زياته کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د قطر هوکړه پر افرادو پورې نه ده محدود او په خبره يې دا هوکړه د امريکا دولت له رسمي ادرس سره چې حکومت دی، شوې ده.
وسلهوال طالبان په ټاکنو کې د جوبايډن له بريا وروسته د قطر هوکړې پر اعمال داسې مهال ټينګار کوي چې واشنګټن پوسټ د نوموړي په حواله ويلي، د کار په لومړيو کې هڅه کوي چې د ولسمشر ټرمپ يو شمېر فرمانونه لغوه کړي.
ګومان دا دی چې د بايډن دې خبرو وسلهوال طالبان د قطر هوکړې په اړه هم وېرولي دي او له همدې کبله دا ډله يادې هوکړې ته پر ژمن پاتې کېدو ټينګار کوي.
د امريکا او وسلهوالو طالبانو ترمنځ ياده هوکړه د روان ميلادي کال د فيبرورۍ په ۲۹مه لاسليک شوه. خو له هغې وروسته پر وسلهوالو طالبانو نيوکه دا ده چې د دې هوکړې خلاف يې جګړې ته شدت ورکړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320