تبلیغي جماعتونه د چا د کومو موخو لپاره کار کوي؟

لیکوال : مزمل دوست

0 845

له تاریخي اړخه که چیرې نږدې تیر ته کتنه وکړو، نو د اسلام مبارک دين د علمي کدري اشخاصو له لوري، چې په فقه، قانون، قضا او په ټوله کې په اسلامي شریعت به یې بشپړ واکمني درلودله او په دې ټولو برخو کې به یې تر لوړې درجې څو لسیزې زده کړې کړې وې د تبلیغ چاره پر مخ وړل کېده او که چیرې به کومه مسئله ورته نا څرګنده شوه، نو له لوی علمي مرکز یا دارالافتا څخه به یې ځواب غوښتلو. په همدې ډول د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه له دورې روایت را نقل شوی، چې یو چا په جومات کې تبلغ کاوه، نو امیرالمنین حضرت علي(رح) ترې وپوښتل، چې ته ناسخ او منسوخ سره بیلولای شې، چې تبلیغ کوې؟ هغه په ځواب کې ورته وویل، چې نه! نو ده مبارک ورته وویل، چې ځان دې هم تباه کړو او خلک هم او له دې سره یې هغه کس له جومات څخه وشړلو.

اوس اوس زموږ ستاسو په هېواد کې د تبلیغي جماعتونو ډلې ډلې له یو ولایت څخه بل ته، له یوې ولسوالۍ بلې ولسوالۍ او له یو کلي بل کلي ته تشکیلونه لري، چې ډیری مشران یې بشپړه ديني علمي پوهه نه لري او حتا لیک او لوست هم نه شي کولای. دوي په جوماتونو کې یوازې د لمانځه مسایل بیانوي او یو نالوستی یا نیمه لوستی پکې د جومات منبر ته پورته کیږي او ددوي په وینا شپږ نمبرې بیانوي. په داسې حال کې چې د جومات منبر د بشریت ستر لارښود او د اسلامي نړۍ خوږ پیغمبر او رهبر حضرت محمد(ص) ځای دی او د نالوستې ناسته یا ولاړه په دې مبارک ځای کې د اسلام دین ته په سپکه کتل دي. خو له دې سره سره بیا هم نه دیني رهبران او نه هم د جوماتونو ملا صاحبان ددوي مخه نیسي او نه ترې په دې تړاو پوښتنه کوي.

برسیره پر دې د تبلیغیانو په لویو تشکیلونو کې له هېواده بهر راغلي د همدوي په څیر مبلغین هم وي، چې یو شمیر خو یې خپلې کور ودانې، خوېندې او مېندې هم له ځانه سره ګرځوي او د اسلام دین د مبلغینو په نوم جومات پر جومات ګرځي، چې ددوي دا ډول خوځښتونه هېڅکله نه دي څارل شوي او نه هم ترېنه پوښتنې ګروېږنې شوي، چې څوک دي، له کومه ځایه راغلي، څه کوي او ولې یې د څه لپاره کوي؟.

په دې تړاو به د خپلې کاري تجربې یوه جالبه تاسو ته یاده کړم، چې د تبلیغي جماعتونو په اړه ډیر څه درته روښانه شي؛ نږدې ۹ کاله وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې پخوانی تقاعد شوی مشر کرنیل امام مړ ؤ او په دې تړاو مې د افغانستان مجاهدینو تنظیمونو له پخوانیو غړو یوه سره مرکه وکړه او د کرنیل امام په اړه مې ترې پوښتنې وکړې، چې څنګه شخص ؤ او د افغانستان برخه کې یې نظر او لیدلوری څه ؤ؟ جهادي مخور یو تفصیلي ځواب راکړو، خو یوه په زړه پورې یادونه یې دا وکړه، چې کرنیل امام د افغانستان په ډیری ولایتونو کې بلد او ولسوالیو  ته هم تللی ؤ. ما په حیرانتیا ترې پوښتنه وکړه، چې دا څنګه کېدای شي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې مشر دې افغانستان ته راغلی وي او ډیر وخت یې دلته تیر او ګرځېدلی وي؟ هغه موسک شو او زیاته یې کړه، چې نه یوازې کرنیل امام بلکې سرتاج عزیز او د پاکستان ډیری پوځي استخباراتي مشران هم په ټول افغانستان کې د تبلیغ په تشکیلونو کې ګرځېدلي وو او کلي په کلي بلد وو.

نو دې بیلګې ته په پام سره ویلای شو، چې د تبلیغ مرکز د پاکستان په رېونډ کې دی او له هماغه ځایه لوی او واړه تشکیلونه هر ځای ته لیږي او هر څوک پکې د تبلیغي په نوم ګډون کوي او خپله ورسپارل شوې دنده که سیاسي وي او که استخباراتي پوځي په ډاډه زړه یې ترسره کوي.

پر دې سربیره تبلیغي جماعتونه د پردیو شر اچوونکو په مالي ملاتړ او مرسته هېواد کې د مسلمانانو دیني تفرقې لپاره کار کوي او د مذهبونو د یوې ډلې په تکفیرولو سره سترو اختلافاتو ته لمن وهي او خپلې شومې موخې پر مخ وړي، چې څرګنده بیلګه یې وهابیان او سلفیان دي، چې د شعیه مذهب پیروان کافر بولي او د داعش سترې مرګونې پروژې پر مخ وړي.

نو له دې ټولو دا پایله اخلو، چې تبلیغي جماعتونه یا تشکیلونه شومې موخې لري او د پردیو په لارښونه افغانستان کې نفاق اچولو، استخباراتي سترو موخو پلي کولو او د تروریستي ډلو زېږون ته لار هواروي او بنسټ یې ږدي. او د افغانستان دولت ته په کار ده، چې بشپړه مخه یې ونېسي او یا یې تر جدي نظارت لاندې راولي، څو د لا زیاتو پیچلو ستونزو پر رامنځته کولو بریالي نه شي او د دښمن ژرندې ته اوبه ور ډیرې نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply