اروپايي ټولنه: طالبان او نورې ډلې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې عمده مسووليت لري

0 1,001

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تاوتريخوالي روان وضعيت ته په پام سره وايي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې عمده مسووليت لري او زياتوي چې د مرګ ژوبلې اکثره قضيې د يادو ډولو له لوري رامنځته شوي دي.

اروپايي ټولنې تازه په يوه اعلاميه کې پر مدني فعالانو، محصلانو، د بشري حقونو پر فعالانو، رسنيو پر استازو او ملکي وګړو وروستي بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې طالبان او ترهګرې ډلې د يادو بريدونو په ترڅ کې د اووښتې ټولې مرګ ژوبلې مسوولان دي.

د يادې ټولنې په اعلاميه کې دغه راز د طالبانو دا بريدونه وحشيانه او د افغانستان سولې پر پروسې ګوزار بلل شوی چې د اعلاميې له مخې ياده ډله په دې توګه د عامو افغانانو فکر او ذهن محشوشولو اصلي هدف نه شي ترلاسه کولی.

اورپايي ټولنې ويلي، دا د افغانانو لپاره مهمه ده چې د سولې په پروسه کې د برخې اخيستو ترڅنګ په دې اړه خپل نظر شريک او په ياده برخه کې ځان خوندي او ازاد احساس کړي. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د مدني ټولنو، رسنیو او خلکو ازادۍ ته په ارزښت قايل شي او د دغه اصل ننګه دې وکړي.

اروپايي ټولنې د مدني ټولنو او رسنيو د ازادۍ په برخه کې د افغان حکومت له هڅو هرکلی کړی او په همدې برخه کې يې د خپلې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply