منظور پښتين: د پښتنو پر هدفي وژنو ولي رياست چپ دی؟

0 939

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، په پښتون مېشتو سيمو کې يو ځل بيا د پښتنو هدفي وژنې زياتې شوي او نيوکه کوي چې دپاکستان حکومت د يادو هدفي وژنو پر وړاندې چوپ پاتې دی.

پښتين چې پرون ماښام يې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويې غونډې ته وينا کوله وويل، د پښتنو هدفي وژنو پر وړاندې د پاکستان حکومت چوپتيا د دې ښکارندويي کوي چې دا چاره د ياد حکومت په لاس جوړه شوې طرحه ده او خپله په کې لاس لري.

نوموړي په دې اړه زياته کړه: «په دې هدفي وژنو باندې دا ریاست خاموش ولې دی؟ هره هغه واقعه چې دوی په‌کې ښکېل نه ‌وي، هغه چې ډېره وړوکې هم وي د هغې لپاره بیا پوره عدالت موجود وي. هر څه کوي او کله چې دوی په‌ کې ښکېل وي هلته دوی خولې بندې کړي. مالومېږي چې دوی په دې وژنو کې ښکېل دي، بلکې ښکاره په‌کې لاس لري. چېرته دي هغه عدالتونه چې د انصاف خبره کوي؟»

منظور احمد پښتن وايي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې پر پښتنو هر ډول ظلم شوی خو بيا هم دغه قوم د تشدد خلاف پاتې شوی دی او هېڅوک يې نه دي وژلي. نوموړي دې مطلب ته په پام زياته کړه چې د پاکستان حکومت هغه پښتانه چې د تشدد خلاف غږ پورته کوي ترهګر بولي او برعکس هغه خلک چې پر پښتنو تشدد کوي، پاک او سپيڅلي بولي.

پښتين په دې اړه زياته کړه: «په لکونو پښتانه په لر و بر افغان وطن کې ووژل شول. چې څوک ووژل شي هغه ته ترهګر وويل شي که څوک چې وژنې کوي هغه ترهګر وي. پښتانه ترهګر نه دي، پښتانه د ترهګرۍ متاثرين دي.»

منظور احمد پښتين يو وار بيا د پاکستان پوځ تورن کړ چې پښتنو پر وړاندې په روان سيتم کې د ياد پوځ لاس دی او د پښتنو له سيمو يې د ترهګرۍ د روزنې او ترويج ميدان جوړ کړی.له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز هم د کرچۍ غونډې ته د خبرو پرمهال ټينګار پښتونخوا او قبايلي سيمو کې امن د افغانستان له امنيت سره تړلی وباله.

نوموړې زياته کړه چې په پښتونخوا او قبايلو کې د امن لپاره په افغانستان کې سوله او امنيت مهم  دي. په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر بيا د کرښې دواړو غاړو د مېشتو پښتنو پر اقتصادي وضعيت ښه‌والي ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د پښتنو اقتصادي وضعيت ښه‌والي لپاره بايد له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پياوړي او زياتې شي.

د کراچۍ غونډې په اړه چې پرون ماښام په سهارب ګوټ کې جوړه شوې وه او زرګونه خلکو په کې ګډون درلود، د پاکستان پوځ او حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

****

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د نن پي ټي ايم کراچۍ جلسې ته د تقرير خاص خاص خبرې:
اول.
پشتانه دهشت ګرد نه دي. دهشت ګرد دوي (پنجاب) دي، چې وژنې کوي. اوس محسن داوړ خبره وکړله، چې 65 زره پښتانه ژوندي ورک دي. دا خو منلی ريپورټ دی، خو دوي په لکونو افغانان په لر او بر وطن کې وژلي.
دوهم.
نن د‌باجوړ او باړې بازار نه شته. د مموزيو او اورکزيو کورونه ړنګ دي. د سوات ښايست ته يې اور ورکړی. د بونېر غر اوس هم د دوي قبضه کې دی چې هلته د دهشت ګردي ټرينينګ (تمرين) ورکوي. وزيرستان ټول کنډر کنډر دی. د چمن لارې بندې دي. يو طرف ته د قبايلي علاقې يونيم لک کورونه ړنګ شوي، خو بل طرف ته جرنل کياني په اسټراليا کې جزيرې اخيستي. زمونږ د وطن په ورانولو دغو (پنجاب) خپل ځانونه اباد کړل.
دريم.
ملګرو! په پشتونخوا وطن کې، له کويټې څخه تر سوات يې قبضې جاري کړي. سوات کې دوي د ځانو لپاره رهايشګاه جوړې کړي. د پشتونخوا وطن ټول غرونه دوي (پنجاب) نيولي دي. د دغې قبضې خلاف پي ټي ايم را پورته شوی، چې د پشتنو خپل وطن دی. خوږ وطن يې دی. مور وطن يې دی. مور وطن يې مه قبضه کوه. خپل مور وطن څوک هم چاته نه پريږدي. په والله چې پشتونخوا وطن کې، يو پشتون هم ژوندی وي، تاته مونږ خپله خاوره نه در پريږدو. يوازې پشتونخوا نه، بلکې خپل لر او بر وطن نه در پريږدو.
څلورم.
ملګرو! څو ورځې وړاندې په چمن کې يې واړه واړه ماشومان ووژل. په ګلونو ماشومانو يې وينې توی کړې، مګر دوي ته هيڅ افسوس نه شته. د هغو ماشومانو درد او غم، زمونږ شريک غم دی. دا ړومبی ځل نه دی، بلکې زمونږ د هغو مرګونو تسلسل دی چې دوي روان کړی. په نارت وزيرستان (شمالي وزيرستان) کې هره ورځ ټارګيټ کيلينګ (هدفي وژنې) کيږي. هره ورځ پشتانه مور د ډېرو اوښکو او سر درد څخه خپل سر په پټکي تړي. په باجوړ کې په دې تېرو څو مياشتو کې په درجنو مشران ووژل. په صوات او پېښور کې يې ووژل.
پنځم.
مونږ يې لومړی د جنګونو له امله بې کوره کړو. بيرته چې کورونو ته ولاړو، چاينکې، ګاډرې او حتا خښتې يې هم غلا کړې وې. دوي دغه ته د دهشت ګردي تصفيه ويله.
شپږم.
د دوي په عدالت کې دهشت ګرد ازاد‌ ګرځي، خو څوک چې د امن غږ لوړوي، هغه بنديان دي. رياست د قاتلانو ملګری دی. د دهشت ګردو ملګری ده. مونږ باوجود چې امن خبره کړې ده، خو دوي زمونږ خلاف دي. ځکه په سوله کې د دوي زيان دی. دا جرنيلان چې نن لوی لوی کار او بارونه لري، دا ټول دوي زمونږ په وينو جوړ کړي.
اووم.
ملګرو! راو انور او راونوريزم مو نور ختم کړی. د نقيب شهيد شاهدانو ته دمهکې (اخطار) ورکول کيږي. زه هغوي ته وايم چې هيڅ مه ډاريږئ. چې مشکل درته پېښ شو، پي ټي ايم ته عادي غږ وکړئ، تاسې سره به لښکرې روان شي.
اتم.
ملګرو! د دې ټولو مشکلاتو حل په څه کې دی؟ د دې مشکلاتو حل يوازې په يووالي کې دی. په قبيلو مه تقسيميږئ. که د ډيورينډ دېخوا دي يا هاخوا دي، چې پشتون دی، زمونږ ورور دی.
نهم.
دلته د پي ټي ايم مشرتابه ناسته ده، دلته لاندې قطار کې هم د پي ټي ايم تکړه ځوانان است دي، د دوي قدر او عزت کوئ. په دې بنياد يې کوئ، چې دوي شپه او ورځ د تاسو لپاره يوه کړې. متحد شئ. انګريزانو به ويل، چې فلانکۍ قبيله داسې ده، بيستانکۍ هاغسې ده. هيڅ داسې هاسې نه شته. دا ټول د نفرت تخم خپرول دي. پښتانه يو دي. هغه د فيرنګي جملې، هغه د آی ايس آی جملې همدا اوس له ذهنونو وباسئ. يو قام او يو وطن دی. زمونږ اتفاق او اتحاد، زمونږ د ښه ژوند ګرنټي (ضمانت) ده.
لسم.
ملګرو! زه د‌تنظيم سازۍ په حواله سره خبره کوم، په دې لږ ځان پوه کړئ. پي ټي ايم اوس تنظيم سازي کوي. په دې کې هر سړی ميمبرشيب (عضويت) کوي. د هرې پارټۍ ملګری ميمبرشيپ کولی شي. دا به داسې وي، چې زمونږ د پشتنو په هره ضلعه کې به د وکلا ټيم جوړ شي. دا وکلا به هر ځای دفتر لري. هر پښتون به کولی شي چې خپل مشکل وروړي. دوي به په هره هفته کې يو ځل په جېلونو او تاڼو ګرځي او د خلو پښتنو احوال به اخلي. دوي به د پښتنو په سيمه ګرځي، د پښتنو ټولې خپل مينځي دښمني به ختموي. دوي به ټول پښتانه متحد کوي. چې يو ځل متحد او مضبوط شو، بيا به ډېر په اسانه د ټولو شهيدانو بدل واخيستلی شو. دلته ځينې وايي، چې فلانکۍ پارټي ده، بيستانکۍ پارټي ده، دا خبرې مه کوئ، چې فقط پښتون وي، چې په هره پارټي کې وي، زمونږ وروڼه دي.
يوولسم.
که ملا، عامي، نيشنليسټ يا سيکولر وي، چې پشتون وي، دوي (پنجاب) يې نه پريږدي. ټول وژني. تاسې په نومونو مه تېروځئ، ټول متحد شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply