ستر پښتو ن عارف او ستانه قطب الدین بختیار

ډاکټر لطیف یاد

0 1,081
ستر پښتو ن عارف او ستانه قطب الدین بختیار
کا کي (١١٧٣- ١٢٣٥ زيږديز)
——————————————–
قطب الاقطاب ،قطب الدین داحمد زوی دموسی لمسی په قوم پښتون بختیار او د خپل وخت له نامتو عارفانو نه شمیرل کیده. نو موړی د چشتیه طریقې د پیروانو نه و او د حضرت معین الدین چشتی اجمیري چې په خواجه غریب نواز سره مشهور و مرید و. همداراز ده په ملتان کې دهغه وخت دمشهور عارف غوث العالم شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني سره هم لیدنه کړې وه .نوموړي په ډهلي کې د ( ۵۸) کلونو په عمر وفات شو او مزار یې دډهلی په مهرولي کې دی. قطب الدین بختیار د پښتو ژبې ښه شاعر و . دا هم د ده د پښتو د شعر بیلګه چې د سلیمان ماکو د تذکرة الاولیا ء نه رانقل شوی ده :
ویر مې زړه سوری سوری کړ
راته وګوره ملوکې !
په بیلتون کې دې وباسم
له خوږمنه زړګي کوکې
راته وګوره ملوکې
راته وګوره ملوکې
د بیلتون اورونه بل دي
هر ګړۍ مې زړګی سوځي
لیونی یمه دمینې
سوځم زه لکه پیلوځي
راته وګوره ملوکې
راته وګوره ملوکې
غوړولی دې اوربل دی
اور زما په زړګي بل دی
زه بختیار خاورې ایرې شوم
په اور سوی مې ګوګل دی
راته وګوره ملوکې
راته وګوره ملو کې
په انځور کې د حضرت قطب الدین بختیار کاکي مزار د ډيلي په مهر ولي کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply