!په سمندر کې ډوب مسافر

لیکوال رحمت الله شیرزوی

0 702
مازدیګر وه د لمر وړانګي په غرو وي چی د قاچاقبرو ځای ته ولاړو. له هغوی سره مو اړیکي ونیولي چې خلک يې په پټه بهر ته اړول موږ دری ملګري وو. د قاچاقبر سره مو پریکړه دا شوه چې هماغه شپه ۴ بجي به سفر کوو. بیرته مسافر خونې ته ستانه شوو. زړه مو ډیر درزیده داسي لکه چې په مخکې ډیری بدي ورځي لرو ترڅلور بجو پوری موخوب ونکړ. ‌ډیر سوچونه مو وکړل دکورنۍ هر کس به سترګو ته راته نیغ دریده. شیطان به راته ډول ډول فکرونه ذهن ته راوستل ‌ډیر وخت به راته د مورکۍ او خپلی میرمنی هغه صحنه سترګو ته دریدله چې کله مو رخصت تری اخسته. مړې مړې اوښکې یی په مخ رواني وي، کله چې څلور بجي شوي د کښتۍ لنګر ځای ته لاړو یوي وحشتناکې چوپتیا ټول ځای تر خپل اغېز لاندې راوستی وه.زموږ دری نفرو ځای کښتۍ چلوونکي نورو کسانوته ورکړی وه زموږ یوه ملګري شیرعلي خان د پکتیکا د سروبی ولسوالۍ څخه وو نوموړی د کښتۍ چلوونکی سره له نژدي پیژندل,هغه کسان مو پدي مجبوره کړل چې موږ دری کسان باید  ولاړشو. زموږ په کښتی کې پنځویشت کسان مسافر وه چې اتلس کسه یی افغانان وه, کښتۍ چلوونکي غږ وکړ ژر کوی وخت تیريږی کښتۍ هم تیاره ده ټولو مسافرو د خیر د عا وکړه کښتۍ په خوځیدو شوه او حرکت یی وکړ یو ساعت به مو مزل نه وه کړی چی د ډزو اوازونه مو ترغوږو شوه ، فکر مو وکړ چی دکوم بل څه شی اواز مو واوریده. زموږ لپاره د منلو وړ نه وه چې په لومړي قدم کې  خپل مرګ په خپلو سترګو ووینو. د ټولو مسافرو په څیرو کې دنابلدۍ له امله دویرې او ډار نښې له ورایه ښکاریدې، د هر یوه ویره داوه چې دوی به خپلو هغو هیلو ته ونه رسیږي په کومو پسې چې له کوره راوتي دي،اویا د لته به ددې لوی سمندر په منځ کې دپولیسو بې رحمه ګولۍ پر خپلو سینو وخوري.
له لومړیو ډزو وروسته ټوله ساحه یوې مرموزې او درندې چوپتیا را ایساره کړه. داسې یوه چوپتیا چې د یوې ترخې راتلونکې زیری یې له ورایه ورکاوه. د کښتۍ چلوونکې په بې پروايۍ سره سګریټ دوداوه، اوپه هاغو سترګو چې تابه ویل دباز سترګې دي د شپې تیاره څیرله د ډزو پروا یی نه کوله پرمخ روان وو.
یواځې د کښتۍ غږ مو اوریده د مسافرو پر مخونو چې له ویرې او ‌ډار نه پړسیدلي وو،د خولو څاڅکي لیدل کیدل کښتۍ په چټکۍ سره په اوبو کې لیکې جوړولې او څپې يې وهلې. د څو شېبو لپاره داسې په نظر راتلل چې تابه ویل هغه ډزې هسې یوه سهوه وه،خو دغه خیال او هیله تر ډیره پاتې نه شوه داځل د پولیسو کښتۍ د شپې له تیاره څخه راووته او زموږ د کښتۍ ترڅنګ تیره شوه او بې واره ډزې يې پیل کړې په همدې شېبه کې د کښتۍ یوه مسافر چغې کړې: اوبه…. اوبه….. وګوری دننه کښتۍ ته راځي…. ناګهانه دهغه اواز په ستونی کی بند شو کله چی مووکتل دهغه په سینه کی  ښخه وه.  د کښتۍ په منځ کی  راګوزار شو. يو ساتونکي په منډه منډه له یوه زاړه بکس څخه ټوپک راوویست اود کښتۍ په څنډه کي یې سنګر ونیو. شپه تیاره وه حتی په اسمان کې یو ستوری هم نه لیدل کیده هغې ډاروونکې تیارې ټول ځای ته د غم تور رنګ ورکړی وو. وریځې هم په اسمان کې اخوا د یخوا تلې راتلی. تالندي اوبریښنا له هیبته ډګ غږونه کول. ساتونکی وړاندې له دې چې ځان د فاع ته چمتو کړي ووژل شو.د کښتۍ یو بل کارکونکي په منډه راغی او هغه وژل شوی مسافر او ساتونکی یی  په بی رحمانه ‌ډول اوبو ته وغورځاوه. اوس نو چوپتیا او حوصله هر څه له منځه تللي وه. اوبه هم په چټکۍ سره کښتۍ ته راننوتې دمسافرو هڅې هم بیځایه وې دیو سطل اوبو پر غورځولو به لس سطله نورې راننوتې زموږ له بده بخته داسې یو باران او طوفان شو چې هر چا ویل زموږ مرګ اوس حتمي دی د خلاصون بله لاره نه وه د پولیسو کښتۍ به هم د شپې په تیاره کې راپیدا شوه .له ډزو وروسته به بیرته نادرکه شوه، ټول مسافر چې د فقر او غربت له امله یی بهرته د تللو لپاره له کوره راوتلی وه. له ډیرې ویرې نه لړزیدل او هیڅ د حرکت کولو توان یې نه درلود. داسې لکه ټولو چې د مرګ انتظار کاوه.په کار وه چې په هره لاره وي د کښتۍ د ډریور د تيښتې مخه ونیسو او تسلیم شو د هغه وحشتناک مرګ څخه پولیسو ته تسلیمېدل اوپه زندان کې څو شپې تېرول مو غوره وګڼل. موږه په توره تیاره کې د کښتی چلوونکي ځای ته ځان ورساوه او چغي مو کړي.
کښتۍ درنه شوې ده او ټوله اوبو نیولې وه .ترڅو شېبو وروسته به له اوبو لاندې شو. تسلیم شه کښتۍ ګل ګړه. یواځې همدغه د تسلیمېدو لاره ده چې موږ به له مرګ څخه وژغورل شو….
چلوونکي په داسې یو وحشتناک نظر راوکتل چې له ويرې څخه ولړزیدو او په دې يې پوه کړو که غلی نه شو نو څوشېبې وروسته به د ماهیانو خوراک شو او ویې ویل احمقانو څو ساعته وروسته د ایران له اوبوڅخه اوړو هغوی موږ تر یوه کیلومتره ډیر نه شې څارلی.بیرته خپلو ځایونو ته راستانه شو. باد هم په تیزۍ سره لګېده باران هم د کښتۍ مات او ټپي بدن تهدیداوه. د مرګ هوا نوره هم موږته رانېږدې کیده هماغه شان چې د کښتۍ چلوونکي ویلي وو پولیسو زموږ له څارلو څخه لاس واخیست اوس نو پرته دباد اوباران له غراري نورڅه پر غوږونو نه لګیدل،کښتۍ درنه شوې وه اوپه ارامۍ سره د خلیج داوبو پر سر روانه وه د کښتۍ دژغورلو څه هیله نه وه ځکه نیمه کښتۍ داوبو لاندي وه. یو تنکی ځوان بی هوشه په کښتۍ کې پروت وو. دکښتۍ چلوونکي چغي کړی دغه مړی وغورځوی کښتۍ درنه شوه هر یو د خپل مرګ شېبي شمیرلي د کښتي کارکوونکو دغه بی هوشه تنکی ځوان اوبه ته وغورځاوه. یوبل ځوان تیره اوسپنه چې ترڅنک یې پرته وه په داسې حال کې راواخسته چې اوبه یې له مخ اوسرنه بهیدلې وړاندې ولاړ اوچلوونکی یې له ګریوانه ونیو چغې یې کړې تا…تا.. ولي داسی بد وکړل لایې وروستۍ خبره له خولې نه وه راوتې دکښتی هغه کارکوونکی چي تنکی ځوان یی اوبه ته ګوزار کړ دشاله خوا یې دځوان پرستوني تیغ تیر کړ اوداوبو مینځ ته یې وغورځاوه. دي کار داوښودله چې هر ‌‌ډول نیوکه خطرناکه پایلی لری. هغه صحنه مې کله کله سترګو ته دریږي .په زړه کې مې دخفګان سیلابونه په څپو شې باران او طوفان دواړه تیز شول. د دوبی ساحل ته نیږدی وه چي زموږ کښتۍ په ډوبیدو شوه موږ دوه نفرو ته بوشکه په لاس راغله او دا فکر مو وکړ چی ګوندی زمونږ د ډوبیدو مخه به ونیسی. په کښتی کی چیغی او ژړاوي وي مسافرو د خپلو میندو او پلرونو نومونه په خوله وه او ډیرنازولی زیارتونه یی ننګول. موږ دوه نفر په بوشکه نښتی وو. تر ۱۵ دقیقو څخه یی ډیر وخت ونه نیو چي موږ دسمندر څپو نامعلوم لوري ته یووړو. یو بل ته مو په حیرت کتل .د خبرو کول توان مو نه درلود .ماهی په موږ حمله وکړه زما سره په بوشکه باندی شریک ملګري خپله قربانۍ ورکړه ترمرګه به مي هغه صحنه له یاده ونه وځي د هغو ملګرو څیری مي په وار وار سترګو ته دریږي چې زما سره یوځای یی د خپل ژوند دژغورلو لپاره  هلې ځلې کولې او غوښی یی د ماهیانو خوراک شوی . د اوبوڅپو به یوي اوبل خوا ته غورځولم په دي وخت کې ‌ډیر لرې په سمندر کې یو تور شی ښکاره شو کله چې مي نظر ورته وکړ دا یو غټه باروړونکې بېړۍ وه زما په طرف راروانه وه بیا په ځان ونه پوهېدم چې څنګه یې بېړۍ ته پورته کړی وم دوه شپی وروسته په هوش راغلم چې د دوبی په زندان کي شپي سبا کوم. کله چۍ به می هغه صحنه سترګو ته کیده بی هوشی به راباندی راتله دواړه سترګي یی له اوښکو ډکي وي پداسي حال کي چې ماته یی دغه ټوله کیسه وکړه. د ملاقات وخت هم  پای ته ورسیدو د افغانانو په ناخوالو مې زړه درد وکړو د دعا او او ښکو په باران کي مي په نمکینو زمزمو خدای په امانی وکړه.
  تاریخ 12/6/2020 امریکا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply