ام‌ټي‌اېن مخابراتي شرکت القاعده او طالبانو ته ۱۰۰ ميليونه ډالر ورکړي

0 576

په افغانستان کې د دېره امريکايي سرتېرو يو شمېر کورنيو ادعا کړې MTN مخابراتي شرکت په دې هېواد کې جنګېدونکو وسله‌والو ډلو ته پيسې ورکوي. دې کورنيو چې پرون چهارشنبه يې په واشنګټن کې په دې اړه محاکمې ته د عريضې ترڅنګ اسناد او شواهد هم سپارلي او له ياد مخابراتي شرکت يې په دې اړه د حساب غوښتنه کړې ده.

روېټر اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، د امريکايي سرتېرو کورنيو له لوري محکمې ته په سپارل شويو اسناد کې راغلي چې MTN مخابراتي شرکت القاعده او وسله‌والو طالبانو ۱۰۰ ميليونه ډالر په دې هدف ورکړي چې د ياد شرکت ستنې تخريب نه کړي.

په راپور کې د اسنادو له مخې دا هم ويل شوي چې دې مخابراتي شرکت په افغانستان کې د امريکا استخباراتي عملياتو معطلولو په هدف وخت ناوخت په ځينو سيمو کې خپل فعاليتونه هم ځنډول. خو دې مخابراتي شرکت بيا دا رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې دې يې وسله‌والو ډلو د کوم د امتياز په بدل کې پيسې ورکړي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply