ضیا الحق امرخیل د ننګرهار والي: د خبریالې ملالۍ ميوند قاتلین ونیول شول

0 1,963

نن مو له خپلې هغې ژمنې سره سم چې د خپلې شهیدې خور ملالۍ (میوند) له کړېدلې کورنۍ او د ننګرهار له پتمنو ولسونو سره کړې وه، د مظلومې شهیدې قاتلین چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی، د ملي امنیت ځواکونو په همکارۍ ونیول.

قاتلین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او شخصاً به یې له قضایي او عدلي ارګانونو سره تعقیبوم چې د خپل جرم په سزا ورسېږي.

همدا راز د  ننګرهار نور سيمه ييز چارواکي وايي چې د شهیدې ملالۍ میوند او د هغې د همکار قاتل یې نن ماښام د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې نيولی دی او خپل جرم یې منلی دی.

د دوی په وینا له نوموړي څخه لا زیاتې څېړنې روانې دي او د څېړنو په پای کې به د نوموړي د اعترافاتو ویډیو هم خپره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply