طالبان به یا جګړه کوي او یا به یې پانګونه کنګل کیږي

عبدالمنان توحیدیار

0 542

پاکستان ریاست طالبانو ته خبرداری ورکړی، که د طالبانو هر قومندان په افغانستان کې له جګړې لاس اخلي، نو له پاکستان څخه به کورنۍ وباسي، پانګونه به یې کنګل کیږي او دی به د پاکستان خاوره کې مجرم شمېرل کیږي.

دا له تیرو کلونو څخه واضح ده چې هر هغه طالب، کوم چې د پاکستان د ګټو لپاره کار نه کوي، یا به وژل کیږي، یا به زنداني کیږي او یا به هیڅ د پاکستان خاورې ته د ورتګ اجازه نه لري.

یواځې هغه طالب قومندانان چې د پاکستان هر امر تطبیق کوي او مني یې، هغوی پاکستان ته د ازاد تګ راتګ اجازه لري، هر ځای او هره سیمه کې اوسیدلی شي او پرته له قانوني اسنادو پاکستان کې ګرځیدلی شي.

نو د پاکستان له دې خبرداري سره دا جوته شوې چې د طالبانو ځینې قومندانان له پاکستان سره یرغمل دي او په دې مجبور دي چې پاکستان کې د ژوند کولو لپاره خپله خاوره باندې جګړه توده وساتي.

دا د پاکستان د استخباراتو یو پلان دی چې د طالبانو د قومندانانو کورنۍ یې کویټه، پيښور، کراچۍ او د پاکستان نورو لویو ښارونو کې تر نظارت لاندې نیولي او د دوی تګ راتګ څاري.

هغه طالبان چې د افغانستان ځینو سیمو کې د جګړو مسوولیت په غاړه لري او کورنۍ یې پاکستان کې دي، تګ راتګ یې تر څار لاندې دی او نه شي کولی چې په خپل سر باندې کور له یوې سیمې بلې سیمې ته انتقال کړي او یا یې کورنۍ افغانستان ته راشي.

طالبان له دومره اوږدې ملګرتیا سره بیا هم پر طالبانو باور نه شي کولی او هرکله ورته خبرداري ورکوي چې په جګړه کې لاس ته راغلي پيسې به یې کنګل کیږي او زنداني کیږي به.

نو پاکستاني استخباراتو د طالب قومندانانو کمزورتیاوې پيدا کړي او که سوله وشي، هم ځینې طالب قومندانان مجبور دي چې یا د پاکستان زندانونو ته لاړ شي، یا ووژل شي او یا به جګړې ته دوام ورکوي.

دا طالب قومندانان چې په هیڅ ډول خپلې خاورې او د افغانانو ژوند ته ژمن نه دي، هر هغه کار کوي چې د دوی ژوند پکې هوسا وي، ولې که هر څومره وطن پکې ورانیږي او خلک پکې قرباني کیږي.

یوه اندیښنه چې له افغانانو او افغان حکومت سره ده، هغه دا چې د طالبانو سیاسي ډلې او جنګي ډلې ترمنځ لوی جنجال شته چې سیاسي ډله یې په سوله بوخته ده، خو جنګي ډله له سولې وروسته یوه بله ستراتيژي باندې بوخت دي، هغه ستراتيژي چې د پاکستان استخباراتو ورته جوړه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply