پر سرحدنو د تمرکز لپاره به له نوې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي

0 632

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د سرحدونو ښه پوښښ په موخه یې پر یوې نوې پالیسۍ کار پيل کړی چي له مخې به یې پر سرحدونو تمرکز زيات شي څو د قاچاق وړونکو او ترهګرو ډلو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه مالومات تېره شپه د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړل.
د ارګ په خبرپاڼه کې د حمدالله محب له قوله ویل شوي: «ملي امنیت شورا د سرحدونو د امنیت تامین په خاطر پر یوې پالیسۍ کار کوي چې د ټکنالوژۍ نویو ظرفیتونو او د خلکو ملاتړ ته په پام به، د سرحدونو امنیت زیات تامین شي.»
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د سرحدونو ښه پوښښ په موخه له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د ملي امنیت شورا نوې پالیسۍ د هرکلي ترڅنګ وویل، د سرحدونو په پوښښ کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې به د قاچاق وړونکو او تروریستانو د تګ راتګ مخنیوی وشي.
د سرحدي سیمو د ښه پوښښ په موخه دا پالیسي داسې مهال رامنځته کېږي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه او د هېواد له نورو سرحدي ولسوالیو څخه تر ډېره د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر تګ راتګ سربېره له دې لارو د قاچاقي توکو د لیږد رالیږد په هدف هم استفاده کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply