ولسمشر غني نن دوشنبه د کابینې په عمومي غونډه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له هغو څرګندونو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې دننه يې د سولې مذاکراتو دویم پړاو ترسره کېدو په اړه کړې وې.

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې ویلي، که دا وسله‌واله ډله ادعا لري چې په افغانستان کې حضور لري نو ولې په هیواد کې دننه مذاکرات نه کوي؟ ولسمشر په دې اړه زیاته کړې: «زه د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب هغو څرګندونو هرکلی کوم چې وايي، د سولې دويم پړاو مذاکرات دې افغانستان کې تر سره شي.»

ولسمشر غني همدا راز د مذاکراتو په تړاو د وسله‌والو طالبانو موقف ته پام سره ويلي: «دوی که د افغانستان په هر ځای کې وغواړي حکومت تیار دی چې ورسره خبرې وکړي.»

ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې، اړتیا ده څو خلک پوه شي چې مذاکرات څنګه کېږي او پر کومو موضوعاتو باندې تمرکز زيات دی. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ  وويل چې د افغانستان سولې مذاکراتو دويم پړاو خبرې دې په هېواد کې دننه تر سره شي.

نوموړي زياته کړې چې افغان حکومت په کور دننه د سولې خبرو پر موقعيت کومه ملاحظه نه لري او دې ته هم چمتوو دی چې د يادو مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره نوي تاسيسات جوړ کړي.