کريمه بلوڅ څوک وه او چا ووژله؟

0 753
د روانې مېلادي مياشتې په شلمه نېټه د کاناډا له ټورنټو څخه بلوڅ سياستواله او د بلوڅ محصلينو د سازمان پخوانۍ مشره کريمه بلوڅ تري تم شوه او نن يې له پېژندلو وتلی جسد په همدې ښار کې وموندل شو.
د ټورنټو پوليسو تېره ورځ د دې د ورکېدو خبر ورکړ، خو وروسته يې وويل چې هغه موندل شوې ده.
کريمه څوک وه؟
کريمه بلوڅ د بلوچستان د کيچ په تمپ سيمه کې زېږېدلې وه، اوس يې عمر اووه دېرش کالو ته رسېده او له کاناډا څخه يې د بلوڅو د حقونو او له پاکستان څخه د بلوچستان د ازادي لپاره کار کاوه.
دې د ورکو بلوڅانو د موندلو او راخلاصولو لپاره له تېرو لسو کالو راهيسې د وايس فار بلوڅ مسنګ فرسنز ډلې غړيتوب درلود او د هغوی فعاله غړې بلل کېده.
د وايس فار بلوڅ مسنګ فرسنز مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي، کريمه بلوڅ د روانې مياشتې په شلمه ورځ غرمه ورکه شوه او نن يې جسد موندل شوی دی.
ماما قدير بلوڅ وايي، د هغې مړينې د دوی تحريک ته قوي ټکانونه ورکړي او نه پوهېږي چې تش به يې څنګه ډکېږي.
د ده په خبره، کريمه بلوڅ وه چې د بلوڅو د ازادي تحريک ته يې بلوڅې مېرمنې دننه کړې او اوس له دې څخه په الهام اخيستو ګڼ شمېر بلوڅې پېغلې د بلوڅو ځوانانو تر څنګ د خپلو حقونو او ازادي تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
کريمه بلوڅ دوه خوېندې او يو ورور لري او پلار يې په مسقط کې په يوه روغتون کې کار کوي.
کريمې بلوڅ په دوه زره ديارلسم کې د ورکو شويو بلوڅانو د راپيدا کولو لپاره له خپل کلي تر کوټې ښار پورې، يو لوی لاريون هم کړی و چې د کوټې ښار سرياب ته له رسېدو سره ورباندې ډزې وشوې، خو دا وتوانېده چې لاريون روان او ژوندی وساتي.
په دوه زره څوارلسم کال کې پاکستاني عسکرو په تربت سيمه کې د کريمې بلوڅ کور ته اور واچاوه او د کورنۍ څو غړي يې له ځان سره يووړل چې تر اوسه ورک دي.
ماما قدير بلوڅ وايي، د کريمې د کورنۍ شپږ اووه غړي کلونه وړاندې يو په بل پسې پوځ تري تم کړي او دی باور لري چې وژلي به يې وي.
په دوه زره څوارلسم مېلادي کال کې د بلوڅ محصلينو د سازمان مشر زاهد بلوڅ د کوټې له سټلايټ ټاوان څخه ورک کړل شو او تر هغه وروسته دې د دغه سازمان مشري په غاړه واخيسته.
وروسته يې په کوټه کې ژوند سخت او کاناډا ته لاړه، هلته يې سياسي پنا واخيسته، وړمه ورځ تري تم او نن يې جسد وموندل شو.
دا مهال د بلوڅ محصلينو د سازمان مرستياله وه او پرلپسې يې د بلوڅو د حقونو، ورکو شويو بلوڅو د راخوشي کولو او د بلوچستان د ازادي لپاره مبارزه کوله.
د دوه زره شپاړسم په اګست مياشت کې پاکستان د کريمې بلوڅ په ګډون د بلوڅو سياسي مشران، براهمداغ بګټی او حربيار مری له پاکستان سره په خيانت او غداري تورن کړل چې ورسره سم پر دغو کسانو بنديزونه هم ولګول شو.
د بښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو ګڼو نړيوالو ادارو د کريمې بلوڅ په وژل کېدو خواشيني ښوولې او په دې اړه يې د بېړنيو پلټنو غوښتنه کړې ده.
سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply