امریکایی تروریزم، او افغان ماشوم وژنه

0 728

هم مې ووژنی په خپله + هم راباندې ژړا کا

  او په دری ژبه وایی :

باقاشق عسلم میدهد + بادسته اش چشمم را میکشد

یو څیړنیز ریپوټ Investigation Report چې د بشر د حقوقو فعال څیړندوی (برس ویلکنیز) په افغانستان کې د (امریکا د مرګ پټ لښکر) د کړنو په هکله لیکلی، داسې څرګندوي :

دا د ترهې او وژنو پټ لښکر چې د سی.آی .اې په لګښت او مشرۍ د(01) په نوم ، له امریکایانو سره جوخت ، په میدان وردګو او نورو سیمو کې یې ترهګرې وژنې ترسره کړی او لاهم یې ترسره کوی ، په دې اړه دمیدان وردکوولایت ، دولایتی شورا رییس اختر محمد ( طاهری) په یوه مرکه کې (انټرسپ) څړنیز بنسټ ته ویلی : امریکان په افغانستان کې د جګړې ټول قوانین او بشری حقوق تر پښو لاندې کړی.

د( انټرسپ) سایت دخپرونې په بله پاڼه کې چې (ویلکنیز) د آسترلیایی خبریال (اندروکوییلټی) له خولې یې خپور کړی ، داسې راغلی دی :

[د وردګو د امرخیلو په سیمه کې نقاب لرونکوکسانو چې ځینو یې په انګلیسی خبرې کولې ، د شپنیزو عملیاتو په ترڅ کې په یوې مدرسې برید کړی ، د ۹نه تر۱۸کلونو په منګ  ماشومان یې په ترهې سره له خوبه راویښ، غټان یې له ځان سره بیولی او د نورو په هکله بلال ( مستعارنوم) داسې وایی (( د شپې ډزو، چاودنو او د هلکانو له چیغو وروسته مې چې کله ګهیځ مهال نورو کوټوته سر وردننه کړ ، ګورم چې د ۱۲وټولګیوالو، مړي مې چې په ګولیو سوری، سوری شوی په ځمکه پراته ول))

(ویلکنیز) د(کوییلټی) له قوله څرګندوی ، د دې جنایاتو عاملینو د یوې امریکایی لاس پوڅې ډلې چې د(01)په نوم یادیږی اودسی. آی.اې له خواروزل شوی دامریکا له ځانګړو ځواکونوسره په همغږی او د هوایی غلچکیو بریدونو په ملاتړ ، دملکی وګړوپرضد دترهګرۍ سره دمبارزې تر عنوان لاندې ، سرته رسولی (01)داسې ښئی چې ګواکې د افغانستان دملی امنیت ادارې سره تړاو لری .

هغه زیاتوی چې د امرخیلو برید د هغولسوشپنیزو عملیاتولړۍ وه چې پرته له کوموجرمی دلایلوپه وردګو کې شوی اوله ۲۰۱۸م نه تر۲۰۱۹م یې ادامه درلوده ، چې پکې لسګونه ملکی وګړی چې ماشومان اوژڼکی ول وژل شوی.

بله بیلګه : څو میاښتې وړاندې په تخار کې د مدرسې بمبارد وو چې په هغه کې هم لسګونه ژڼی مړه شول اوددې بمبار درسوا کیدلو له امله دتخار دوالی ویاند خپله دنده له لاسه ورکړه .

د (کوییلټی) ریپوټ زیاتوی چې د وردګو د ولایت د نرخ، چک ، سیدآباد او دایمیرداد خلک له ورته نورو وژنکو شپنیزو عملیاتوهم پرده پورته کړې – په دې عملیاتو کې – ناببره اعدام، د اندامونو پرې کول ، برمته نیول او لادرکه کیدل شامل دی.

په روغتیایی او مذهبی ودانیو هوایی بریدونه ددې لامل ګرځیدلی چې د ماشومانو اوتنکیو ځوانانو قصدی وژنه پکې شامله وی.

د کوییلی په راپور کې راغلی چې سی. آی.اې د(01)اوورته قطعوپه روزلو برسیره هغوی ته له ترهې نه دډکو عملیاتوقومانده ورکړې ، چې دامریکایی چورلکو همغږی به هم ورسره وه اودهوا له لارې یې په بریدونوکې ددوی مرسته کړې.

د(01) یوه غړی په وردګو کې اقرار کړی چې [هغوی نه پوهیږی چې دوی دسی.آی.اې تر مشرۍ لاندې ددې ځواک غړی دی ، خو هغوی سره یې همیش ګډ عملیات ترسره کړی ]

په ریپوټ کې کښل شوی ((د هغه سند له مخې چې لاس ته ورغلی دامریکې دملی امنیت آژانس دکړنو رسوا کونکی (اسنوډن)وایی په کال ۲۰۱۳ کې دونیم میلیارده ډالره (پنځه سلنه بودیجه) د جاسوسی پټو عملیاتو لپاره په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان ته ټاکل شوې وه ((کله چې بایډن دامریکا مرستیال ولسمشروو))

په تیرو دوه لسیزوکې داسې کړنې په افغانستان کې له سی. آی . اې نه پټې نه دی پاتې شوی او هغوی سره اړیکه لری یا ترې نه خبردی ، آن تردې چې د انسان د غړو قاچاق په ځانګړې توګه د ماشومانو د ځان د غړو قاچاق هم له سی. آی.اې نه پټ نه دی او ترې خبر دی – نوجوته ده چې هغوی پکې لاس او ملاتړ لری .

اینټر سپ په امرخیلو کې له۵۰ وګړو څخه چې د هغوی له جملې نه ۲۰ یې عینی شاهدان او۳۰ یې د قربانیانو خپلوان دی ، معلومات ترلاسه کړی چې په دې عملیاتو کې تر برید لاندې راغلی چې په پایله کې یې ۵۱ملکی وګړی وژل شوی.

پاتریشیا ګاسمن د بشرد حقونو د آسیایی څانګې مشره وایی ((له ډیره مودې سی. آی.اې دافغانستان جګړه ، د خپلې ولکې په خپل سرجګړه ګڼی))

ګاسمن په افغانستان کې دسی. آی.اې راتلونکو موخوته داسې نغوته کوی ((که امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی بیاهم عملیاتی څانګې  به یې د (01) –(0?) او(0?) سره اړیکه ولری.

عبدالرووف لیوال.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply