د امریکایي پوځیانو د شمېر کمېدل د افغان پوځ پر مقاومت منفي اغېزې نه لري

0 909

د افغانستان دولت د امريکا متحده ايالاتو هغې وروستۍ پرېکړې په تړاو، چې له مخې يې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر ۲نيم زرو ته راټيټ شوی وايي، چې د امريکايي ځواکونو د شمېر کموالی د جګړې پر وضعيت منفي اغېزه نه لري.
د ملي امنيت شورا وياند رحمت‌الله اندړ په رالېږلي ويډيويي کليپ کې ويلي، چې د امريکايي پوځيانو د شمېر کموالی له دې کبله د جګړې پر وضعيت منفي اغېزه نه شي کولی چې دا مهال ۹۶سلنه جګړه په خپله د افغان ځواکونو له لوري مديريت کېږي.
له دې وړاندې ناټو سازمان هم په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د پوځيانو د شمېر کمولو په اړه د امريکا متحده ايالاتو دا پرېکړه به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور او دغه راز له افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د ياد سازمان دريځ بدل نه کړي.
ناټو ټينګار کړی و، چې په افغانستان کې د دغه سازمان پوځي حضور به د وضعيت او شرايطو د اروزنې له مخې کېږي.
د امريکا دفاع وزارت پرون د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې د خپلو پوځيانو شمېر ۲زرو تنو ته راټيټ کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply