پاکستان کې ۱۴۸۹ ماشومانو باندې جنسي تېري شوي

0 900

پاکستان کې د تېر ۲۰۲۰م کال په وروستیو ۶ میاشتو کې ۱۴۸۹ کم عمره ماشومانو باندې جنسي تېرې شوي دي.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره د مبارزې یوې څېړنېزې ادارې ویلي، چې د تېر ۲۰۲۰ م کال په وروستیو شپږ میاشتو کې په پاکستان کې یواځې ۱۴۸۹ کم عمره ماشومان د جنسي تېریو له پېښو سره مخ شوي دي. د یادې تازه څېړڼې په راپور کې ویل شوي، چې یاده شمېره کې ۵۳ فیصده انجونې او ۴۷ نور هغه یې هلکان ښودل شوي دي. ریپوټ کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیریو تر ټولو زياتې ۵۷ فيصده پېښې په پنجاب، ۳۲ فيصده په سنده او شپږ فيصده په خېبرپښتونخوا کې ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې له پخوا تر اوسه پورې د جنسي تیریو پېښې په عادې پېښو بدلې شوي او دیني مدرسو کې د هلکانو پر وړاندې د جنسي تېریو پېښو سربېره دې هېواد کې تل په کم عمره ماشومانو جنسي تیري کیږي؛ خو حکومت یې لا هم پر وړاندې کوم پرېکنده ګام ندی پورته کړی. تیر کال په پرله پسې ډول په مدرسو او جوماتونو کې پر طالبانو د جنسي تیریو سلګونه راپورونه او ویدیوګانې خپرې شوې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply