پاکستان کې د یوې هګۍ بیه ۴۰ او یوه دانه ګُلپي په ۱۰۰کلدارو دی

0 796

د پښتونخوا په پېښور ښار کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو لوړیو بیو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ځايي معلوماتو له مخې، پېښور کې هره ورځ د خوارکي توکو بیې فرق کوي او د ورځې په اوږدو کې څو ځله نرخونه لوړ او ټيیږي. د پېښور ځايي اوسیدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي او د حکومت په دې ستره بې کفایتۍ د نیوکو ترڅنګ پرې غږ کوي، چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د پېښور بډه بېرې سیمي یو تن ځايي اوسیدونکی نوید احمد وايي، چې د لوړو نرخونو له کبله ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي او د خلکو کار روزګار له سخت بحران سره مخ دی. هغه وايي:« دلته اوس یوه دانه هګۍ له ۳۷ تر ۴۰ کلدارو ده، ترکاري کې یو دانه ګلپي له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ کلدارو دی نو که فکر وکړو په ساده اصطلاح ووایم چې د قیامت نرخونه دي او بس
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې عام خلک نور د رواني ناروغیو سره مخ شوي او هره ورځ یې د لوړو نرخو په سر له دوکاندارانو سره جنګونه جوړ کړي وي. د پېښور د امین کالوني یو بل اوسیدونکی چې دې سیمه کې د خوراکي توکو پلورنځې لري، وايي، د پېرودونکو یې هره ورځ ورسره په نرخونو جنګ وي او د لوړو نرخونو د لاسه یې یواځې روانه میلادي میاشت کې ۸۰ زره کلدارې تاوان کړی دی.
هغه وايي:« په خپل ژوند کې مې لومړی ځل د عمران خان حکومت کې ولیدل چې یوه هګۍ دې تر ۴۰ کلدارو ورسیږي دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې، ناکامه او بې کفایته حکومتداري ده
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې جنوري میاشت په شپږمه د امریکا د بلومبرګ نومي یوې څېړنیزې ادارې راپور ورکړ، چې پاکستان په ټوله اسیا کې هغه هېواد دې چې پکې د خوراکي او غیری خوارکي توکو د لوړو نرخونو سارې نه لیدل کیږي.  د اقتصادي چارو پوهان وایي، له دې سره به په پاکستان کې د خلکو خوراکي توکیو د اخېستلو توان هم راټیټ او خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.
خو د پاکستان حکومت بیا وايي، دې وروستیو کې د کرونا وبا له کبله یواځې پاکستان نه؛ بلکې ډېرې هېوادونه له اقتصادي بحران سره مخ شوي او دوی هڅه کوي یادې ستونزې ته منظمه تګلاره جوړه او په دې توګه ستونزه حل کړای شي.
د پاکستان د شماریاتو په نوم یوې ادارې هم د ۲۰۲۱ز کال د لومړۍ اوونۍ په اړه په هغه هېواد کې د خوراکي توکیو د بیو په اړه ویلي، چې د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې د بورې، وریجو، دالو، سبزیجاتو، وړو، هګیو او غوړیو په ګډون د ۲۲ډوله خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي.

د عام ولس برعکس د پاکستان د پوځیانو ژوند تر ټولو ښه او لنډه دا چې ټول پاکستان یې په خدمت کې دی او تر ټولو زیات مصرف او امتیازات د همدوې او د پوځیانو د کورنیو دی چې په حقیقت کې په یوه بدبخته، وږی، تږي پاکستان کې بل ارام او هوسا پاکستان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply