د ځنګلونو د پراختیا په موخه ۹۶ زره نیالګي وېشل شوي

0 1,052

د کرنې اوبولګولو او مالداري وزارت وایي، کونړ  ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه پر ملکي او نظامي ادارو، ټولنو او کمېټو ۹۶ زره نیالګي وېشل شوي دي.
له یاد وزیات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روان کال د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۷۱۷۰ د چهار غوزانو نیالګي کېنول شوي او دغه راز  ۶۴ ټولنو ته دې برخه کې د کار جوازونه ورکړل شوي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کونړ د کرنې، ریاست له خوا د دې ولایت د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه هڅې کړندۍ شوي، تر څو یادې برخې ته لا پراختیا وکړي.
خبرپاڼه دغه راز وايي، چې د کرنې وزارت د کونړ اوسېدونکي، بزګران، مالداران او کوچیان هڅوي؛ څو په‌ خپلو سیمو کې د طبعي ځنګلونو، څړځایونو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او دغو سرچینو څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply