پر افغان ځواکونو ویاړمن ملت

نوید احمد څرک

0 649

که طالبانو او سیاسي عقده یانو هر څو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرضد تبلیغات وکړل، خو بیا هم نه دي توانیدلي چې دا ویاړلي ځواکونه د افغان ملت په فکر او زهن کې کم راوړي او یا یې ناسم ثابت کړي.

افغانانو تجربه کړې چې که د حکومتونو راس کې هر څوک وي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خاوره او افغانانو د ناموس ساتونکي دي او هیڅ دښمن به دې ارمان رسیدو ته پرینږدي چې دا خاوره د نورو په ګټه وکاروي.

طالبانو لکه د بغدادي پير ډيرې جعلې لارې او منترونه وکارول، خو د دې پر ځای چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو په فکر کې کم راولي، خلک لا ډير د خپلو ځواکونو تر شا ودریدل.

طالبانو جعلي خبرونه خپاره کړل، فوټوشاپ عکسونه یې جوړ کړل، داسې عکسونه او داسې راپورونه یې خپاره کړل چې پکې د افغان ځواکونو د ظلم او ذلالت کیسه وه، خو خلک هوښیار شوي او د طالبانو په دې کاذبو تبیلغاتو تېر نه وتل او خپل ځواکونه ورمالوم دي چې شپه او ورځ د دې خاورې د ساتنې او خلکو د ناموس د ساتنې لپاره ویښ دي او هر دښمن ته یې سینه سپر کړې ده.

بهرنیو استخباراتو په ځانګړي ډول افغان دښمنه هېوادونو ارمان دا دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بنسټیزه توګه ونړوي، له منځه یې یوسي او دا خوند نه ورکوي چې افغانان د یو پياوړي دفاعي او امنیتي ځواک څخه برخمن دي.

د دې جګړې یو لوی هدف دا دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکې بیرته له منځه لاړې شي او بیا له سره جوړې شي، دا کار د دې لپاره کیږي چې افغان د یوې پياوړې اردو، امنیت او پولیسو خاوند نه شي.

افغانان تیار نه دي چې هر څو لسیزې وروسته یې بیا له سره پيل کړي، افغانانو دا ترخې تجربې لیدلي چې پایله یې یواځې وینه تویدنه او هېواد ورانونه ده، له همدې کبله چمتو دي چې په هر ډول وي، د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او په هیڅ قیمت باندې دا ځواک له لاسه ور نه کړي.

تاسو وګورئ چې د سولې د مذاکراتو پر مهال ډیر کله د نظام د بدلون خبره کیږي، حتی تر دې چې اوسنی امنیتي او دفاعي ځواک باندې هم خبرې کیږي چې منحل دې شي او بیا دې جوړ شي.

دا سمه ده چې ټول سولې ته ضرورت لري، سوله د ټولو ارمان او هدف دی، خو دا په دې مانا نه چې مقابل لوری هر څه وایي، منل کیږي به .

تاسو د سولې مشورتي لوی جرګې پریکړه ولیده چې د افغان ځواکونو په اړه یې ښکاره دریځ درلوده چې که هر ډول حکومتونه وي، دفاعي او امنیتي ځواکونه به په خپل ځای وي، هو په دې برخه کې اصلاحاتو ته ضرورت شته.

دا به هم ومنو چې څلور سوه زره امنیتي او دفاعي ځواکونو کې به ځینې خلک وي چې شریر وي، مفسد وي، د هېواد او سیستم په زیان وي، خو دا په دې مانا نه ده چې د یوې سپږې لپاره ټول پوستین وسوځو.

کله چې سوله راشي، بیا جګړې ختمیږي او کله چې جګړه نه وي، هر ځواک خپل مسوولیت ته ګرځي او امن وضعیت کې بیا هیڅوک نه شي کولی چې شرارت او فساد وکړي.

تاسو که د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولس مینه د تیرو کلونو په پرتله تجربه کړئ، سل چنده دا مینه زیاته شوې او له طالبانو په همدومره کچه کرکه زیاته شوې ده، نو بیا څنګه طالبان دا فکر کولی شي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نوم بدي کړي.

ښکاره توپير دا دی چې کله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سرغړونې وکړي، محاکمه کیږي، زنداني کیږي، له دندې شړل کیږي، خو برعکس طالبان چې یو وسله وال یې ویجاړی وکړي، ظلم وکړي، د بشر حقونو سرغړونه وکړي، تقدیر کیږي او رتبه یې لوړیږي چې لا ډير ظلم او ګډوډي وکړي.

طالبان د خپلو وسله والو لپاره هیڅ محاکمه نه لري، بلکې لا ډير صلاحیتونه ورکوي چې لا ډير خلک ووژني او لا ډير هېواد وران کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply