آلمان کې افغان فوټبالر ته د کثيف افغان

0 2,881

آلمان کې يوه افغان فوټبالر ته د «کثيف افغان»‌ خطاب شوی دی

د آلمان د لیورکوزن ښار په لوبډله کې افغان لوبغاړی ندیم امیري د فوټبال د یوې سیالۍ په وروستیو شیبو کې له تبعیضي چلند سره مخامخ شوی دی. ویل کیږي چې د هغه ټاټوبي افغانستان ته هم سپکاوی شوی دی.

د اونيون برلین آلمانۍ لوبډلې روزونکي اورس فیشر د جمعې په ماښام د بونډس لیګا پر وړاندې د بایر لیورکوزن د لوبې تر پای وروسته د ممکنه تبعیضي څرګندونو په اړه د توضيحاتو د ورکولو ژمنه وکړه: «زه به د دې پوښتنه وکړم او هڅه به وکړو چې دا موضوع روښانه کړو.» نوموړي زیاته کړه: «که داسې وي، زه له دې امله بخښنه غواړم.»

مخکې تر دې د لیورکوزن د لوبډلې لوبغاړي یوناتن تاح، د اونيون برلين لوبډله پر نژادپرستۍ يا توکمپالنې تورنه کړې وه. هغه وویل: «د ندیم امیري اصل او توکم ته سپکاوی شوی دی. دا خبره په دې ميدان کې ځای نه لري. دا د دې ماښام تر ټولو خواشينونکې خبره وه.» نوموړي دا څرګندونې د DAZN په نوم له سپورتي کانال سره په مرکه کې کړي دي.
یوناتن تاح وویل چې د لوبې د ختمیدو تر شپيلۍ سمدستي وروسته د اونيون برلین د فوټبال ډلې له خوا ملي لوبغاړي امیري ته د «کثیف افغان» توهینونکي کلیمه وکارول شوه. تاح زیاته کړه: «زه هیله لرم چې دا عواقب ولري. طبيعي ده چې داسې څه بايد ونه شي.»
همدارنګه د لیورکوزن لوبډلې روزونکي پېتر بوسڅ واضح دریځ نیولی دی. هغه وویل: «داسې یو څه د فوټبال په ميدان کې هیڅکله، هیڅکله هم اجازه نه لري چې رامنځته شي.»

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply