!طالبان: امریکا ته ژمن یو؛ د تړون ارزولو ته اړتیا نشته

0 719

طالبانو له امریکا سره د هوکړې ټولو مادو ته ژمنتیا ښودلې. دوی دا خبره د سپینې ماڼۍ د هغه پرېکړې په غبرګون کې کړې چې ویلي یې وو، د ټړامپ له ادارې سره د طالبانو د لاسلیک شوې هوکړې ارزول غواړي.

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند محمد نعیم د شنبې پر ماښام رسنیو ته وویل، چې د افغانستان د ستونزې د سیاسي جوړجاړي یوازینۍ لار، د ده په ټکو د دوحې د تړون پلي کول دي.

محمد نعیم زیاتوي: “د هوکړې د پلي کولو لپاره عملي ګام دا دی چې د افغانستان لانجه له سیاسي لارې هواره شي او بهرني ځواکونه د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا د هوکړې له مخې له هېواده ووځي، موږ له خپل اړخه یو ځل بیا وایو چې د هوکړې د هرې مادې عملي کول د ټولو لپاره ښه کار دی، موږ هغو ژمنو ته ولاړ یو چې هوکړه کې مو کړې دي، له مقابل لوري هم غواړو چې هوکړه کې کړیو ژمنو باندې ودرېږي.”

له امریکا سره د دوحې په لاسلیک شوي تړون کې د طالبانو اساسي ژمنې دا وې چې تاوتریخوالی به کموي؛ پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه دروي؛ له القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي او د افغانستان له خاورې به د امریکا پر ضد د استفادې اجازه نه ‌ورکوي.

دا په داسې کې ده چې که څه هم طالبان دغو خبرو ته ځان ژمن بولي، خو له دې وړاندې افغان چارواکو ادعا کړې چې طالبانو تاوتریخوالی نه‌ دی کم کړی او له القاعدې سره ‌یې هم اړیکې ساتلې دي، هغه ادعاوې چې طالبانو رد کړې دي.

لا تر اوسه معلومه نه ‌ده چې د امریکا نوې اداره به له طالبانو سره د هوکړې تړون څنګه او څه وخت وارزوي، خو افغان دولت د دې ارزونې هرکلی کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply