ننګرهار کې پر ۲ زره جریبه ځمکه باغونه جوړیږي

0 769

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲ زره جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بوټو د کېنولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد کمپاین لپاره په جوړو شویو هڅونکو مراسمو کې د کرنې او مالداري وزیر انورالحق احدي هم ګډون کړی و، چې نوموړي د میوه لرونکو بوټو کښت د خلکو د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او له دغه ولایت سره یې د زراعت په برخه کې د بېلابېلو همکاریو ژمنه وکړه.

په ننګرهار کې د مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو کمپاین په داسې حال پیل کيږي، چې تېره ورځ همدې ولایت والي ضیاالحق امرخېل په یو خبري کنفرانس کې وویلي وو، چې اوس مهال په دې ولایت کې د نشه یي توکو د کښت په کچه کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی او خلکو د نشه يي توکو د کر پرځای دسبزیجانو او میوه لرونکو بوټو کرلو ته مخه کړې، چې د خلکو په اقتصاد کې یې مثبت بدلون راوستی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply