ليکنه : د کابل، پروان او ننګرهار د منځنۍ ښوونځیو او لېسو ۵۰ نجونې

971

تنظیم : رحيم جامي او ديما حرم

د افغان نجونو پر منځنيو زده‌کړو د بنديز يو کال د ډاروونکي او وحشتناکه خوب په څېر تېر شو. په دغه تېر يوه کال کې نجونو بېلابېلې روحي او رواني ستونزې وګاللې. له زده‌کړو محروميت د دوی رګ رګ سيځي. په دوی کې ځينې خپلې مړې هېلې ژاړي، څوک د خپلې کتابچې پاڼه پاڼه اېرې راټولوي چې د روښانه سباون په هوډ يې رنګ کړې وې او ځينې د بې‌وخته واده د رسم اداينې پر لار لاړې. نجونې هره ورځ په انفرادي او ټوليزه توګه له محروميت، تاوتريخوالي، رواني او نورو ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي چې ښايي د خورا روحي فشار له امله ځان‌وژنې ته مايلې شي.

نړۍوال او طالبان دې د نجونو له زده‌کړو سياسي ګټه نه پورته کوي. پوهنه چې مونږ له تيارو وباسي، بايد د واک او ځواک د وېش قرباني نشي. د افغانو نجونو د زده‌کړو د حق پر وړاندې د نړۍوالو چوپتيا ترخه او خواشينوونکې ده. داسې برېښي چې د سياسي جوړجاړي او اقتدار لپاره هر انساني او اخلاقي ارزښت تر پښو لاندې کېدای شي.

په کابل کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ۱۹ کلنه هدف وایي :«دا د شرم ځای دی چې په يوويشتمه پېړۍ کې مونږ د خپلو اساسي حقونو، لکه د پوهنې د حق، غوښتنه کوو. يعنی مونږ بايد د نړۍوالو چې ځانونه د بشري حقونو او ارزښتونو مدافع بولي، ګدايي وکړو تر څو زمونږ پر مخ د ښوونځيو تړلې دروازې پرانېزي.»

د منځنيو ښوونځيو زده‌کوونکې کم عمره نجونې وي، خو د هغوی پر وړاندې د کورني تاوتريخوالي او د ناسم چلند کچه چې د فقر، بېوزلۍ او بې‌روزګارۍ زېږنده دي، لوړه شوې ده. څوک لور او زوی پلوري او څوک کورني توکي او اسباب چې د کورنۍ د نورو غړو د يو څو ورځو نفقه برابره کړي. يوه خوا نيستي او بېوزلي، بله خوا د خوراکي توکو لوړو بيو له کبله په مشکله وچه ډوډۍ پيدا کېږي. د بې‌وخته او کم عمرۍ ودونه زيات شوي دي، ځکه چې په عامه باور دا ښه کار دی چې د کور له دسترخوانه يو کس کمېږي. د تېر نظام له راپرځېدو راهيسې د نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ناسم چلند شاهدې يو ـــ او لا هم روان دی.

په کابل کې د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې ۱۸ کلنه آزادي وایي: «په تېر يو کال کې مونږ نجونې له هر ډول انساني، بشري او اسلامي حقونو لکه د زده‌کړو حق، د کار حق، د انساني کرامت، د بيان د آزادۍ او په وقار د ژوند تېرولو حق څخه بې‌برخې وو.»

مونږ د ۱۹۹۶ ميلادي کال چې د طالبانو لومړۍ دوره وه، تکرار ته اندېښمنې يو. د دغه يو کال په اوږدو کې شل ميليونه افغان مېرمنې او نجونې د تېر په څېر هېرې شوې دي. په تېرو وختونو کې هم افغان نجونې او مېرمنې له بنسټيزو حقونو بې‌برخې وې، خو د طالبانو له راتګ سره وضعيت نور هم خراب شوی دی او د محروميت شرحه له سل سلنې پورته شوې ده.

دا زمونږ هيله ده چې يو ځل بيا تور کالي په تن او سپين پړوني پر سر ښوونځيو ته ولاړې شو. زمونږ ګوتې د قلم او کتابچې نيولو لېواله دي. خولې مو په ټولګي کې په غبرګو اوازونو د ښوونکي پسې د درس د تکرار وږې دي. مونږ غواړو يو ځل بيا د ازموينو پر مهال د خوشالۍ او اندېښنې ګډ احساس ولرو. مونږ د ځان، د خپلو کورنيو او خپلو هيلو ته رسېدلو لپاره اړ يو چې زده‌کړې وکړو. مونږ به هيچا ته دا اجازه ور نه کړو چې زمونږ راتلونکی او هيلې چور کړي.

مونږ نجونې، د افغانستان له خلکو، له ملګرو ملتونو او د نړۍ او اسلامی هېوادونو له مشرانو غواړو چې زمونږ په حق کې د بې‌عدالتۍ او نابرابرۍ پر وړاندې غږ پورته کړي. مونږ له دوي غواړو چې د انساني او اسلامي حقونو په ترلاسه کولو کې زمونږ ملاتړ وکړي. هيله مو دا ده چې ترڅو مونږ ته د معياري، هر اړخيزې، باکيفيته پوهنې ډاډ نه وي راکړل شوی، تاسې زمونږ پلوي اووسئ. مونږ له نړۍوالو غواړو چې خپلې ژمنې عملي کړي او افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر ځاله بدل نه کړي.

که نړۍوال نن له مونږ مخ واړوي او په دا تورو تيارو سترګې پټې کړي، مونږ به يې هيڅکله نه هېر او نه وبښو. مونږ به بيا پر خپلو پښو ودريږو، خو تاسې به تل زمونږ پر وړاندې سرټيټي او شرمنده ولاړ ياست. د راتلونکي نسل په توګه، دا تورې شپې او ورځې به مو تل په يادې وي چې مونږ څرنګه د بدبختۍ، بېوزلۍ او محروميت په ژرنده دل شوي يو. نو ښه به دا وي چې همدا نن مونږ سره اوږه په اوږه ودرېږئ چې د ښوونځيو دروازې مو پرمخ بېرته شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، آسواکا خ يې مسووليت نه اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.