طالبانو د موسیقۍ غږولو په جرم ډزې کړي او دوه کسان یې وژلي

670

په ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو له کبله د طالبانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. دغه پیښه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه) په شرقي ننګرهار ولایت کې سرچینو ویلي چې په دې ولایت کې د واده پر مراسمو باندې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او شمیر نور بیا ټپیان دي. دغه پیښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمي یوه سپینږیري چې د نوم نه خپریدو په شرط یې خبرې کولې وویل چې په لومړي سر کې طالبانو کلیوالو ته د موسیقۍ غږولو ته اجازه ورکړې وه. د هغه په خبره، وروسته بیا یو شمیر طالبانو د واده پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

د دې ولایت د روغتیايي چارواکو په خبره، د پیښې په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان بیا ځايي روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.May be an image of outdoors and text

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ویاند حنیف ننګرهاري هم د پیښې پخلی کوي خو عاملین یې نامعلوم وسلوال کسان بللي دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره یعنې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی وو او دغه کار یې ګناه بلله.

د روان میلادي کال د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبان واک ته ورسیدل، له افغانستان څخه ګڼ شمیر هنرمندان او سندرغاړي ووتل. د معلوماتو له مخې یو شمیر نورو افغان سندرغاړو بیا په افغانستان کې خپل هنر ترک کړی او نورو کارونو ته یې مخه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.