سږ کال به ننګرهار کې ۶ زره کېلو ګرامه ورېښم تولید شي

0 940

ننګرهار کې یو شمېر دهقانانو ته د ورېښمو چینجي ورکړل شوي، چې راتلونکي کال به شاوخوا ۶ زره کېلو ورېښم تولید کړي.

د ننګرهار ولایت مقام وايي، چې د کرنې ریاست په چوکاټ کې د RAADA پروژې له لوري په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې ۲۰۰ دهقانانو ته د ورېښمو چینجي ورکړل شوي، چې راتلونکي کال به له ۴ زرو څخه تر ۶ زرو کېلو ګرامه ورېښم تولید کړي.

د یاد ولایت د کرنې او مالداري رئیس انعام الله ساپی وايي، چې د کوز کنړ ولسوالي کې ۳۵۰۰ د چینايي توتانو ونې کرل شوي او همداشان ۱۵۰۰ د توتانو نیالګي د ورېښمو چینجیو روزونکو ته ورکړل شوي، چې د چینجیو د تغذیې او ودې په پار ترې ګټه واخلي.

باید یاده شي، چې تېر کال  په ټول ننګرهار کې له ورېښمو چنجیو څخه ۶۰۰ کېلو ګرامه ورېښم تر لاسه شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply