واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت

قدرت الله هېوادپال 

0 1,398

واټس آپ هم ګټه نه کوله، ښايي لدې بدلونونو سره موږ ډير تجارتي اعلانونه ووينو، سره لدې چې دا پاليسي د اعلانونو په اړه څه نه وايي خو دا يې شروع ده، د ټولنيزې شبکو اعلانونه پر دې اصل کار کوي چې ستاسې څه خوښيږي، او ستاسې خوښه ستاسې د محصول (لکه فيسبوک/ګوګلواټس آپ د کارولو تاريخچېيا په عمومي توګه ستاسې د انټرنېټ کارولو د تاريخچې پر اساس ټاکل کيږي، ورسره د اوسيدنې ځای، ستاسې ملګري، ټولنيزې اړيکې، خريدارۍ تاريخچه او نورو ته هم کتل کيږي.

نو ځکه د دې اعلانونو لپاره بايد د کاروونکو معلومات راټول او له ځان سره وساتي، تر اوسه کاروونکو دا اختيار درلود چې د دې معلوماتو له راټولولو يې وساتي، اوس که چيرې تاسې نه غواړئ ستاسې معلومات وساتي نو بايد محصول (واټس اپ) يې پريږدئ او د اړيکو بل پروګرام ته ولاړ شئ.

کله چې په لومړي ځل فيسبوک د ۱۹ ميلياردو ډالرو په وړاندې دا پروګرام واخيست، نو هغه وخت يې ويل چې د کاروونکو معلومات به نه اخلي او د هغوی محرميت ته به درناوی کوي، خو بيا هم د پيغامونو دې پروګرام معلومات له فيسبوک سره شريکيدل، مګر کاروونکو اختيار درلود چې لدې څخه يې منع کړي، خو اوس له کاروونکي دا اختيار اخيستل کيږي او لومړی د فبروري له اتم اخوا خو د خلکو د غبرګون په رڼا کې دا وخت تمديد او اوس د می مياشتې اخوا به د کاروونکو معلومات سره شريکيږي او که څوک ورسره موافق نه وي نو له خدمت څخه به محروميږي.

black iphone 7 plus on persons hand

دا نوی پاليسي چې له ۸۰۰۰ زرو ټکو اخوا تخنيکي اصطلاحاتو جوړه ده او د نورو سوفټويرو پاليسيو په څير فکر نه کوم ډير خلک ويې هم لولي، خو په مهمه توکه دا خدمت به اوس د کاروونکي د ځای معلومات، بطرۍ اندازه، د وسيلې (ټليفون/ کمپيوټر يا نورو) ځانګړی پيژندونکی شمېره، ټليفون شبکه او داسې نور معلومات له پلرني شرکت (فیسبوک) سره شريکوي.

لدې سره ستاسې د پروفايل انځور، ګروپونه چې دا شخص پکې برخه اخلي، فعاليت حالت، او که چيرې مالي چارو (خریدارۍلپاره يې کارولي وي هغه معلومات هم له فيسبوک سره شريکيږي، دا ټول معلومات له فيسبوک سره خوندي کيږي، سره لدې چې فيسبوک وايي دا معلومات يوازې د ارزونې او خدمتونو بهترولو لپاره ساتي، خو د دې شرکت دې نږدې وختونو رسوايو له کبله دا خبره لږه د باور نه ښکاري.

ښايي ډيرو ته دا هسې ببولالی معلومي شي، خو د معلوماتو محرميت مهم دی، او هر کله چې ستاسې ټول معلومات له يوه شرکت سره راټول شي هغه کولای شي ستاسې لدې معلوماتو په مرسته په غیر شعوري توګه ستاسې عمل او کړه وړه د خپلو ګټو لپاره رهنمايي کړي.

لدې سره بل بحث د Profiling دی يا لکه دا متل چې هر سور ږيرې د کامې ملا نه وي، په پروفايلنګ کې ستاسې د شته آنلاين معلوماتو پر اساس پر ډلو ويشل کيږئ او بيا پر هماغه اساس تاسې ته خدمتونه وړاندې کيږي، لکه په امريکا او تر يو حده په کاناډ کې د خلکو د آنلاين معلوماتو او اوسيدو ځای پر اساس هغوی ته د بيمې قسطونو بيې ټاکل کيدلی، هغوی چې په غير سپين پوسته سيمو يا مشخصو ځايونو کې اوسيدل هغوی به د بيمې قسط لوړه بيه ورکوله د هغوی په پرتله چې په نورو سيمو کې اوسيدل، او دا هر څه د کمپيوټر الګوريتم کول په دې ټوله معامله کې د انسانانو دخالت هيڅ وو.

black and white rectangular frame

نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا بحث هم ګرم دی، چيرې چې کمپيوټرونه يا ماشينې وسيلې هوښياريږي او انساني ساده دندې اخلي، لکه د نن ګرځنده ټليفون د حساب له ماشينه نيولې د خلکو د احوال تر ساتلو ډيرې چارې سر ته رسوي، داسې ګڼل کيږي چې د نن ساده ګرځنده ټليفون د پنځوس کاله وړاندې تر ټولو هوښيار کمپيوټر په پرتله په سلګونو ځل ځيرکه او ګړندی دی، د مصنوعي ځيرکتيا اصل پر معلوماتو کار کوي، چيرې چې شته معلومات ارزول کيږي او د هغې په رڼا کې د خلکو په اړه پریکړې کيږي.

نو له شخص سره به د ماشين يا د ادارو سلوک د هغه معلوماتو پر اساس وي چې دې شخص دې وسيلو (ماشینونو او سيسټمونو) ته ورکړي دي، او پدې کې به ډير معلومات محرم وي يا به داسې معلومات وي چې يوازې د دوو مقابل اړخونو لپاره وي او دا معلومات بايد پدې ارزولو کې ونه کاريږي.

ښايي ځينو ته په آنلاين نړۍ کې د پردي لور يا ځوی ته د آی لو يو او له تا قربان ويل دومره غټه خبره ښکاره نه شي، خو کله چې د همدې قربان او نورو اعمالو له برکته مو آنلاين پروفايل جوړ شي او د بدلولو يې هیڅ توان هم ونه لرئ، نو بيا ښايي ډير څه مو له لاسه ونه شي.

ورسره، که دا ټول معلومات يوه شرکت ته راټول شي، نو د هغوی سيسټمونه کولای شي ستاسې د خپلو اعمالو، د ملګرو سره اړيکو او خپلويو په رڼا کې تاسې ته وړانديزونه درکړي او وروسته مو کړه وړه په غير ارادي ډول په واک کې ولري، داسې يوه تخيلي نړۍ به درته جوړه کړي چې له هغې بهر فکر او مخالفه خبره به درته ګرانه وي.

انساني سلوک د جايزې او خوند پر اساس کار کړي، په بيشميره تجربو او بيلګو کې د خلکو سلوکونه عيار شوي دي، لکه تاسې به څومره خلک ليدلي وي چې په غونډه کې يو نفر ټليفون راوباسي نو نور يې هم راواخلي، يا ورپه ياد شي چې زه خو دا شی لرم، يا يوه ته زنګ راشي نور هم پر جيبونو لاس وهي چې ما ته خو به زنګ نه وي راغلی، او سلوک او عادت د وخت له تيريدو سره په غير ارادي توګه د کوچنيو عملونو له لارې رامنځ ته کيږي.

د فيسبوک په يوه تجربه کې چې وروسته يې ومنله او بښنه وغوښته، د خلکو نيوز فيډ (هغه لومړۍ پاڼه چې تاسې د فيسبوک له پرانيستلو سره سم وينئ) کې ګوتې ووهلی او نږدې اووه لکو کاروونکي يې پر دوه ډلو وويشل يوې ډلې ته يې مثبت خبرونه او بلې ته يې منفي څه ښودل، دې تجربې يوه اونۍ دوام وکړ، چې د اونۍ په پای کې هغوی چې مثبت ليدلي وو مثبت پوسټونه يې کول او هغوی چې منفي يې لیدلي وو منفي پوسټونه يې وکړل.

د دې ډير امکان دی چې د واټس آپ له دې بدلون سره د دوی پر بازار او کاروونکو پر شمير دومره څرګنده اغېزه رانشي، نن سبا هر څه د آسانۍ پر اصل روان دي، او د آسانۍ پر تعريف کې يوه ځانګړنه د هغه محصول ټولنيز قبوليت دی يعنې څومره خلک يې کاروي يا پر بله وينا د هر هغه محصول کارول آسانه دي چې ډير خلک يې کاروي ځکه چې هرې ممکنه ستونزې لپاره حل وي او بل هر څوک يې کاروي نو که تاسې يې ونه کاروئ له کاروانه به پاتې وئ.

person using silver iPhone 6

واټس آپ به وي، او خلک به يې هم کاروي نن چې موږ د محرميت او پروفايلنګ دا بحث کوو، يو څه وخت وروسته به عادي شي، خو د ټکنالوژئ کاروونکو په توګه بايد: لومړی: پر دې بايد پوه شو چې ټکنالوژي په ځانګړي ډول ټولنيزې شبکې (هو واټس آپ د ټولنيزې شبکې يو ډول دی) د انسان پر سلوک او کړو وړو اغېزه لري، دوهم: پدې شبکو کې درواغ او رښتيا ورک وي او عموماً هغوی چې له ټولو ستر درواغ وايي او غږ يې له نورو لوړ وي ډيره پاملرنه حاصلوي، نو که ستاسې ټول يا اکثريت معلومات له يوه شرکت سره وي نو هر څه يې چې درتغذيه کړل شخوند به پرې وهئ درېيم: ټکنالوژي يوازې ښه نه دي، ډير بد لري او هغوی چې بايد کارول يې وڅارل شي لکه ماشومان ښايي ډيرې ناوړه اغېزې پرې ولري، څلورم: که څوک وايي چې دا شبکې خوندي دي او زموږ معلوماتو ته څوک لاسرسی نه لري نو يا ځان تير باسي يا دا نور ورته هسې شوده ګان ښکاري او پنځم: هر بهرنی مخصوصاً شی ښه نه دی.

اوس که دا بحث په دې راغونډ کړو چې د حل لاره يې څه ده، نو لومړی: هڅه وکړئ چې ټول معلومات مو له يوه شرکت سره نه وي، واټس اپ بديلونه لري، ګوګل يې کړئ بدلونونه به يې پيدا کړئ، سګنال، ټيليګرام، تريما، وايبر او نور يې بديلونه ګڼل کيږي، خو د ټولنيزې شبکې په خدمتونو کې تر ټولو مهم ټکی د هغې ټولنيزوالی دی، يعنې څومره ډير ملګري مو هغه کاروي، هر هغه چې له ډيرو سره وي هغې ته واوړئ.دوهم: د معلوماتو او د دې وسيلو او پروګرامونو په کارولو کې احتياط وکړئ، داسې بې شمېره بيلګې شته چې همدا معلومات ستاسې په وړاندې کاريږي، په همدې وطن کې د استخدام په چارو کې د ټولنيزې شبکو کارول خو يو منل شوی اصل دی. درېيم: په آنلاين نړۍ کې د معلوماتو شريکولو پر مهال که هغه له يوه شخص يا ټولې نړۍ سره شريکوئ تل له ځان سره دا پوښتنه او فکر ولرئ چې که چيرې دا معلومات رسوا شو يعنې داسې چا لاس ته پريوتل چې ما نه غوښتل هغه يې ولولي نو آیا زه به ورسره راحت وم.

سره لدې چې د دې وسيلو پر امنيتي او سياسي موضوعاتو اغېزه د دې ليکنې له چوکاټه بهر ده خو پداسې هېواد کې چې د هېواد ډيرې چارې د همدې مسنجر خدمت له لارې پر مخ وړل کيږي، د امنيتي چارواکو تر منځ د واټس اپ له لارې د چارو همغږي کول خو مشهوره خبره ده، نيويارک ټايمز او نورو خپرونو پرې لیکنې کړي دي، په نورو کې يې هم استعمال ډير عام دی.

د واټس اپ او په ځانګړي ډول د فيسبوک د محرميت او معلوماتو پټ ساتلو په اړه له وړاندې ډير شکونه وو، د بريټانيکا انالاټيکا رسوايي يا د پاکستان او هندي امنيتي چارواکو لخوا د خپلو نظامي چارواکو د واټس اپ له کارولو څخه منع کول يې ځينې څرګنده مثالونه دي.

او په پای کې ښايي بحث دا نه وي چې واټس آپ د يو چا پر معلوماتو څه کړي، بحث دا دی چې امريکايي شرکتونو د خپلو تبليغاتو له لارې خلکو ته دا احساس ورکړی لکه دا امريکا هر چا د پلار وطن وي، فلمونو يې د پردي والي هغه احساس له منځه وړلای دی، ژبه يې د ډيرو لپاره له مورنۍ ژبې ډيره ده. يو نيم ته خو د واشنګټن واکداره د نړۍ د هر درد دوا ښکاري او که څوک وايي چې دا شرکتونه خپلواکه دي او دولت ته دا معلومات نه ورکوي، نو په امنيتي سکتور کې د دې وسيلو د استعمال پر اغېزو دې لنډه څيړنه وکړي.

يا دې دا وګوري چې څرنګه ځينې هېوادونو د حکومت او واکدارو سياسي مخالفين د همدې ټولنيزې شبکو د معلوماتو په مرسته رسوا او خپلواکۍ يې ورلنډې کړی.

ټکنالوژي او اړونده وسيلې يې په فطري ډول ښې او بدې نه دي، دا د کاروونکي استعمال دی چې هغه د ښې يا بدې نتيجې سبب ګرځي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply