د وحيد مژده صاحب وينا

نظر محمد مطمئین

0 1,557

یوازې دوې مسئلې لنډې یادوم، دا پخوانۍ تجربې دي، په کار ده چې بیا ځل تکرار نه شي.

دوستانو وویل چې غټ تحول راغلی، رښتیا همداسي ده، یو ځل بیا په افغانستان کې لوی قوت “امریکا ” ماتې خوړلې ده، او دا لومړی ځل نه دی چې موږ د داسی یو حالت شاهدان و اوسو.

دلته پوښتنه پیدا کیږي چې د دې لویو قوتونو “انګلستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا ” له ماتولو وروسته زموږ لاسته راوړنه څه ده؟

موږ انګریز ته ماتې ورکړه، حاصل یې په هیواد کې یو ډیکټاټور نظام منځته راتلل و، او د استعمار ځای ډیکټاټور حکومت ونیو. دارنګه روسان مو له افغانستان څخه وشړل، حاصل یې دلته خپلمنځې کورنۍ جګړه شوه.

لویه ستونزه داوه چې زموږ رهبران هغه وخت ډیر مغروره شول، فکر یې کاوه چې ابر قدرت “پخواني شوروي اتحاد ” ته یې ماتې ورکړي، نور نو د هیڅ ډول دسیسې او توطیې جرائت څوک نه لري، خو د روسي لښکرو له وتلو وروسته موږ ولېدل چې څه ډول نورو هیوادونو زموږ په کورنیو چارو کې مداخلې وکړې او موږ په کوم ډول سرنوشت اخته شوو.

د روسانو د ماتې د وخت تجربه باید له یاده ونه باسو، مغروره نه شو، فکر ونه کړو چې موږ لوی قوت “امریکا ” ته ماتې ورکړه؛ نور نو موږ د نورو په دسیسو کې نه ګیر کیږو، داسي نه ده.

دویمه مسئله داده چې د تاریخ اوږدو کې موږ له یوې بلې ستونزې سره مخ وو، هره ډله چې د وسلې په زور راغلي او واک ته رسیدلي، فکر به یې وکړ چې افغانستان د دوی لپاره جنګې غنیمت او خلک یې د جګړې اسیران او غلامان دوی ته پاتې شوې، نور نو دا خلک د نظر ورکولو حق نه لري، یوازي موږ به د دوی د برخلیک پریکړې کوو.

په کار ده چې نور له دي ترخو تجربو زده کړه وکړو، افغانستان جنګې غنیمت ونه ګڼو، دا د ټولو ګډ کور دی، ټول افغانان په دي ګډ کور کې په عزت د ژوند کولو حق لري.

تمه ده چې داغه ناسته د افغانستان د خلکو لپاره له تورو شپو د رڼا لور ته راوتلو لامل شي، او خدای ج دي داسي حالت راولي چې نور کومه میرمن په خپل میړه او یا زوي پسې د هغوی د وژنې له امله اوښکې توی نه کړي.

یادونه: لیکنه د “لومړۍ او دوېمه بین الافغاني غونډې – ماسکو” کتاب له متن څخه؛ یاد کتاب تازه چاپ شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply