له امریکا سره د افغان حکومت نوی فصل

عبدالمنان توحیدیار

0 641

د امریکا د ټاکنو په پایله کې جوبایډن ولسمشر اعلان شو او مخکیني ولسمشر ټرمپ ټاکنې بایلودې او له سپينې ماڼۍ سره یې مخه ښه وکړه.

مخکیني ولسمشر ټرمپ هڅه وکړه چې له افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو کې بیړه وکړي او په دې سره په تیرو ټاکنو کې د امریکا له ملت سره کړې ژمنې پوره کړي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو لپاره بیړه کې و او هر څه ژر یې غوښتل چې له طالبانو سره کیسه یوې خواته او خپلو ځواکونو ویستلو ته داسې فرصت برابر کړي چې نه پرې څوک د ماتې نوم کیږدي او نه د بري.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې طالبانو د امریکا زیاتې غوښتنې منلې وې او حتی دا یې هم منلې وه چې د امریکا لپاره له بهرنیو ترهګرو سره جګړې هم کوي، هغه ترهګر چې طالبانو پرې سر او مال قربانو.

اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه شوې او ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دا د ټرمپ هوکړه وه چې نوي حکومت یې بیا کتنه او ارزونه باندې بحثونه پيل کړي دي.

ناټو له وړاندې د امریکا له دې پرېکړې سره ناخوښه وه چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي.

ناټو او نور هېوادونه پر طالبانو باور نه شي کولی چې ګنې انسانیت ته به راوګرځي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړی.

له همدې کبله یې امریکا سره بار بار خبرې وکړې چې نباید پر طالبانو دومره باور وشي، څومره چې پرې د ټرمپ ادارې کړی دی.

طالبان کرایي قاتلین دي او ناټو او ځینې هېوادونه پوهیږي چې که هر چا پيسې او امکانات ورکړل، د هم هغوی لپاره کار کوي.

اوس تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د نوې رهبري د ملي امنیت سلاکار سره خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی چې د دوحې تړون باندې بیا کتنه کیږي، ارزونه یې کیږي او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره اساسي مشورې کیږي.

د افغان حکومت جمع نورو حکومتونو ټینګار همدا دی چې بهرني ځواکونه دې بامسوولیته له افغانستان ووځي، نه دا چې په یو ځل ووځي او پرته له دې چې سوله راشي افغان ځواکونه یواځې پریږدي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس د دې جوګه دي چې ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي خو د افغانستان وضعیت اوس داسې دی چې یواځې طالبان نه دي چې افغان ځواکونه ورسره جګړه وکړي، دلته د القاعده په ګډون نورې ترهګرې ډلې شته چې هر کله د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پيښولی شي.

طالبان اوس هم د فتحې په فکر کې دي، خو له دې نه دي خبر چې له پاکستان پرته هیڅ هېواد ورسره امارت نه مني او نه به یې دا ارمان پوره شي.

ښه خبره دا ده چې د بهرنیو ځواکونو حضور کې افغان لوري یوې پایلې ته ورسیږي چې د دایمي او باعزته سولې لامل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply