څوک د بهرنیانو د دوام لامل دی حکومت که طالبان؟

نویداحمدڅرک

0 927

که طالب وایي چې افغانستان اشغال دی، خو بیا خو همدې اشغال ته زمینه په خپله طالب برابره کړې ده، د همدغه طالب اعمال دي، چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته ټاکل شوې وه، چې امریکایي او نړیوال ځواکونه په شرایطو له افغانستانه ووځي، د جګړې لیکو ته د خلاصو شویو بندیانو بېرته نه ور غبرګیدل، د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو او ګروپونو سره د طالبانو د اړیکو بشپړ پرېکون او د جګړو او تاوتریخوالي کموالی او نهایت صفري کچې ته را ټيټول هغه ژمنې وې چې طالبانو کړې وې او سر غړونه یې تېرې وکړه. اوس د امریکا د څېړنیزو ادارو نیولي، تر سناتورانو، استخباراتي او پوځي چارواکو، ډیپلوماټانو او حتا د امریکا د حکومت له رسمي ادرس دغه خبره کیږي چې طالبانو له امریکا سره پر کړیو ژمنو هېڅ عمل ندی کړی، خوشي بندیان د جګړو لیکو ته تللي، له القاعده او تروریستي ګروپونو سره اړیکې ندي پرې شوي او تاوتریخوالی هم څو برابره زیات شوی دی.

ناټو د ځواکونو د ایستلو د مهلت غځولو اعلان کړی دی، امریکا هم همدغه هڅې پیل کړي. طالبان وایي چې موږ د دوحې تړون ته ژمن یو، تاسو قضاوت کولای شئ، د دوی خوشي شوي بندیان د جګړو لیکو ته ندي تللي؟ بالکل هم تللي، دا هر څه مستند دي، د هغوی له جملې ځینې د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو، مالې خان ځدراڼ چې د امریکایي پوهنتون د استادانو په تبادله کې د انس حقاني سره یو ځای خوشی شو، چېرته دی؟ تاسو به حتمي خبر لرئ چې هغه اوس د کوېټې په شورا کې مهم نظامي مسؤلیت اخیستی، د القاعده شبکې دویم مهم مشر المصري افغان ځواکونو د طالبانو په تخرګ ور وواژه، له دې بل ستر ثبوت شته، د دوی جګړه او جنایتونه خو په خپلو سترګو وینئ، طالب شل کاله ووروسته هم د فتحې نارې وهي، جګړه تېزوي، خبرداري ور کوي، د تسلیمیدو خبره کوي، وایي امریکا مو په ګونډو کړه، نو د دې ټولو با وجود څنګه په دوی باور وشي؟ طالبان یو بل دلیل هم وایي چې امریکایانو پر موږ بریدونه کړيدي، خو د امریکا سره خو تا په تړون کې منلې ده، چې دوی پر افغان ځواکونو د برید پر مهال دفاع کولای شي، د دې باجود له تاسو سره کومه ژمنه ماته شوې ده؟

پنځه نیم زره بندیان دې خلاص شول، د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شو، کافي امتیازات در کړل شول، خو تا افغان وژنې ته زور ور کړو. په تا څنګه باور وشي، چې افغانستان او نړۍ ته خطر نه یې؟ ته خو اوس هم له ایران او روسیې نه، امریکا او نړۍ ته ګواښونه کوې، په پاکستان کې له خپلو جنګیالیو سره په ډاګه وینې، د ځانمرګیو روزنځای ته د دوی د تشویق لپاره ورځې. نړۍ ستا له همدې اعمالو کرکه لري او ستا همدغه اعمال ستاسو په ټکو د اشغال دوام دی، که جګړه پرېږدې، نړیوال ځواکونه به ولې دلته پاتې کیږي؟ که دا اشغال وي، لدې ملک خو تاسو شل کاله پخوا د یو لوفر او بدمعاش عرب اسما بن لادن په سر د نړیوال ځواکونو د جګړې ډګر جوړ کړو، شرمنده نه یئ، د وخت د حکومت په توګه مو مسؤلیت نه و، چې افغانستان ته مو نجات ور کړی وای؟ اسامه چې خپله سعودي نه غوښتو تاسو ولې د یو اسامه پر سر امریکایان او د نورو هېوادونو پوځیان په افغانستان را د ننه کړل؟ که هغه وخت ستاسو منطق سم و، بیا مو نو اوس ولې د امریکا سره په تړون کې منلې ده، چې د القاعده ملګرتیا نه کوو؟ هؤ د دې لوبې له پیله تر اوسه همدا تاسو د نړیوالو ځواکونو د پاتې کیدو مسؤل یئ. که تاسو د اشغال خاتمه غوښتی، کرزی د خپل حکومت په وروستیو کې ټینګ ودریدو، د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره یې وکړه، تړون یې نه امضاء کولو، تاسو هغه وخت چېرې وئ، لږ تر لږه مو د کرزي د دریځ ملاتړ نشو کولای؟ ولې مو غږ جیګ نه کړو؟

ولې مو افغانانو ته د ريښتنی وروری لاس ور اوږد نکړو، تاسو خو باید د کرزي د دغه دریځ سره جګړه متوقفه کړې وای، خو نه تاسو چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو خبره یاده شي، جګړې او افغان وژنې ته لا زور ور کړئ، خلکو ته ګواښونه شروع کړئ، د فتحې اعلانونه کوئ، د بخښنې کارتونه وېشئ، هؤ تاسو د نورو د لاس الې یئ، د افغانستان د شاته غورځولو او په ځنګل د بدلولو مهم لوبغاړي، تاسو چې څومره هم کولای شئ افغانستان د نړۍ دښمن کړی، صرفه نکوئ، ځکه همدا ستاسو د بادار امر دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply