لرغونې آریایې ژبه پشایې / آریک

احمد جان ماڼو

0 925

Argument – argumentation:

ارګومینټ / ارګومنټیشن

لرغونې آریایې ژبه پشایې / آریک

او د هغې ریښې په هند او اروپایې ژبو کښی!

خوږو اوزړه ته رانږدې زما دلیکنې مینه والو خوږو وطنوالو ،څیړونکو ، لیکوالانو ،ژورنالیستانواود ادب سره د مینې خاوندانو، د مقالې عنوان نن سبا اولا د ډیرې لرغونې زمانې څخه دادب په ډګر،خاصتآ په شمالي اولویدیزو اریاني ژبو په ادب کښی دخپل ارزښت له مخې په پراخه اندازه تود بازار لري ،چی په ورځني ژوند او خبرو اترو کښی یې دغږیزو ،انځوریزو اوکا غذي نشراتو کښی ورسره مخامخ کیږواودنړۍ پرمخ ډیرو ژوندیوو ژبو ته هم ورننوتې ،چی په تعریف شوي ډول یې لوستونکي اواوریدونکي پوهیږي ،خود دغه نامه په ریښه اواتوم یې لا دچا سر نه خلاصیږي .

غواړم دنوموړي نامه په ریښه ،معنی اومفهوم پوه شو،چی په کومه ژبه کښی راټوکیدلی دی اودنړۍ پرمخ دکومې لرغونې ژبې دادب برخه جوړوي اووګورو چی، دنړۍ پرمخ کومه یوه ژوندۍ ژبه یې په مقنع ،علمی ادبي دلایلو توضیح اوتشریح کولای شي دداسی یوه بحث لپاره یوه ادبي کړکۍ پرانیزم !

زما په پوره باور دا لرغونې اوزوړترکیبي د (ارګومینټ /ارګومینټیشن ) نوم ،چی نږدی دنړۍ پر مخ په ټولوآریایې ژبو په ادبیاتو کښی شتون لري اود استعمال وړ دی ترننه ،دپشایې ژبې یوژوندی ترکیبي نوم دی .

غواړم دنوموړي ترکیبي نوم ژوند په لرغونې آریایې ژبه پشایې کښی دپوره باوري ،علمي اوادبي دلایلو (ارګومینټ) سره چي، د محترمو لوستوونکو دقناعت وړ وګرځي توضیح اوتشریح کړم !

د (ارګومنټ اوارګومنټیشن ) نومونه چی ،دواړه یوشانته ترکیبي نومونه اود یوې ريښې څخه جوړدي ،یواځی حالت یې توپیر لري. اوس یې توضیح اوتشریح ته دلوستونکوو پام راګرځووم :

یادونه:

مخکښی له هرڅه دا باید ښکاره کړم چی هم مخرج توري لکه: (ګ) ، (ک) یوپربل اوړي ،په نوموړې ترکیبي کلیمه کښی که ،مونږ د(ګ) توری د(ک) په توري ولیکو د (آرګومینټ ) دنامه څخه د(آرکومینټ ) مشابه ترکیبي کلیمه ورڅخه جوړیږي .

همدا شان که د آرګومینټ ( ټ) توری د(ت) په توري چی مشترک مخرج لري د (ت) په توري ولیکو که، حه هم دواړه توري په خپل ذات کښی یوتوری دی خو،دژبو دخصوصایاتو له مخي په ځینوژبوکښی په (  ټ) اوپه ځینو کښی په (ت) اوښتی شي لکه په ډیرو اریایې اروپایې ژبو کښی معمولآ د (ټ) دتوری شکل لري چی، بیا همدا توری (په ختیځوآریایې ژبو کښی د (ت) په توری لیکل اولوستل کیږي لکه : ( آرکومینت ).

په پورتنیو توضیحاتو کښی مونږ ولیدل چی ،د آرګومینټ اود آرکومینت ترکیبي نومونه دواړه یونوم دی اولیکل او تلفط یې دژبو دخصوصیاتو پوری اړه لري ،څوک یې د (ټ ، t) په توری او ځنې نوریې د(ت، t)   اوهمدا شان د(ک) توری هم څوک په ( ک، k) اوڅوک یې( ګ ،g)  په شکل لیکي یعنی داچی (آرګومینټ ) او( آرکومینت ) دواړه یوشان ترکیبي نومونه دي.

آرګومینټ : د آرګومینټ ترکیبی نوم د پشایې ژبې دادب له مخی په دوه ډوله توضیح اوتشریح کیږي .

 آرګومینټ : په لومړي سر کښی دانوم په پشایې ژبه کښی له دریو کلیمو جوړ شوی دی .

الف : ار ، آر : دا کلیمه په پشایې ژبه کښی د (آریک = اوریدل) دمصدر دګردان څخه په حال زمانه کښی د مفرد مخاطب لپاره (واوره = بشنو ) فعل دی .

ب : ګو :  د(ګو) کلمه په پشایې ژبه کښی د ( کو) په شکل هم لیکل کیدای شي اومعنی یې( څه = چی) ده.

ج : مین /مینټ ، مینت ، په دی ځای کښی اصلي کلمه د(مین) کلمه ده چی ورپسی نښتی توری یې (ټ ،ت) یواضافي توری دی ، خوپه ځینو آریایې کورنۍ ژبو کښی داخصوصیت شته دی چی ، دساکن توري تر شا یوبل ساکن توری، لکه د(کومین ) نوم چی،په ( کومینټ ، کومینت ) اوښتی دی . په ترکیبي کلیمه کښی  د زمانې د تیریدو سره جوخت کله ناکله ورکی حروف زیاد یاکم کیدلای شي لکه، (کومین) چی په ( کومینټ ،کومینت ) اوښتی دی!

اوس به راشود(ارکومین ، ارګومین/ ارکومینت ،ارګومینټ ) نومونو ته ، دا باید وویل شي چی نوموړېي نومونه که څه هم په ټوله کښی یومعنا لري خو،پشایې ژبه دخپل خاص خصوصیت او دژبې دادب پراخوالي له مخی دنومونوپه ډیر کم شکلی اوتلفظي توپیردځان سره لري ، تل خپل ځان ته ځانګړي شکلونه اوځانګړی معناوی غوره کوي ، په لنډ ډول غواړم دنوموړو ورته نومونومعناوې توضیح اوتشریح کړم:

ـ ارکومین : دانوم په پشایې ژبه کښی معنا کیږي ، لومړی ترهر څه دایوترکیبي نوم دی چی، له دریو برخوڅخه جوړدی لکه : د ( ار) کلیمه چی دپشایې ژبې د (اریک : اوریدل ) له مصدردګردان څخه په لاس راځي او دمفردمخاطب لپاره د (واوره= بشنو) اود (کو) کلمه په پشایې ژبه کښی (کو=څه = چی،چه )معناکیږي اودنامه دریمه برخه یې د(مین ) کلمه ده ، چی دپشایې ژبې (میک = ویل =ګفتن) له مصدر دجمع غائیب لپاره د (هغوی = انها = څه وایې = انها چه میګویند) فعل دی اود (څه وایې ) معنا کیږي . اوس که مونږ پاسني دری واړهلاس ته راغلي نومونه یوځای ولیکو ،مونږته دالاندی شکل اومعنا په لاس راځي لکه : ( ار= واوره + کو= څه + مین = وایې) اوس که چیرته پورتني په لاس راغلي نومونه او معناوې یودبل سره ولیکو، مونږ ته دا اشکال په لاس راځي لکه : ار+ کو+ مین + ت = ارکومین،ارکومینټ،یا ارګومینت) معنایې ( واوره + څه + وایې = واوره څه وایې) .

نتیجه دا شوه چی ،مونږ په اصطلاح لاتیني نوم په پشپړ ډول سره دشکل اومعنا سره په پشایې ژبه کښی (ارګومین ،ارکومینت ،ارګومینت = واوره څه وایې ، واوره په پوهی سره وايې ) دبڼې اومعنا له پلوه بشپړ په لاس راوړ معنا داچی ،نوموړی نوم دخپلې دقیقی اودرستی معنا اومفهوم سره یو لرغونې آریایې ترکیبی اود پشایې ژبې دادب یو ژوندی او اصلي ترکیبي نوم دي.

پاتې دی نه وي چی، نوموړی (ارګومیټ ،ارګومینټار) دواړه دپشایې ژبې ښکلي ترکیبي نومونه دي ! نه داچی د لاتین نومونه !

پرځای یې ګڼم چی د(ارګومینټار،ارکومینتار = درست وایې وګوره او واوره ، واوره څه وایې وګوره) هم دپشایې ژبې دادبي قوت په خاطر د (ارګومینتار) دترکیبي نامه د(تار،ټار) برخه په لنډ ډول توضیح اوتشریح کړم.

د (ارګومینتار ) په ترکیبي نامه کښی د (تار) برخه په لنډ ډول تشریح کوم چی لوستونکي یې په لوستلو ستړي او ستومان اوزړه تنګي نشي . مخکی مونږ د (ارکومین = واوره څه وایې)کلیمه  مو ترلاسه اومعنا کړه . اوس یواځی د(تار) برخه یې وینو. د(تار) فعل په پشایې ژبه کښی د (تاریک = لیدل) له مصدرد ګردان څخه دمفرد مخاطب لپاره د ( وګوره ) فعل دی ،که اوس مونږ دا په لاس راغلی د(تار= وګوره) فعل د (کومین ،ګومین) سره یوځای ولیکو مونږ د ( کومین +تار = کومینتار ،ګومینتار = څه وایې وګوره ) یایې که د(کومین ،کومینت ) سره یوځای ولیکو مونږ ته بل ترکیبي نوم اوبله نوې معنا په لاس راځي لکه :(کومین ، کومینت + ار =   کومینار = څه وایې واوره ، ګومین + ار= ګومینتار= عاقلانه اودرسته خبره کوي واوره) د (ګو) کلیمه په پشایې ادب کښی د( پوه، په لیاره برابر ،درست ،مودب، ….) معناوې لري ، اوس نو وروسته له پورتنیووعلمي اوادبي توضیحاتو ،ښاغلي ژب پوهان ،ژب څیړونکي اوادیبان دی خپل اصلاحي اورغنده جوړونکي نظرونه ورباندی ورکړي چی ،نوموړي ترکیبي نومونه دکومې ژبې پورې اړوند اودلرغونې( آریانا ویجه) څخه ترننه په کومه ژبه اوادب کښی شتون لري اوموجود دي !

یادونه : زما په اند او څیړنه نوموړي ترکیبي نومونه په ټول ادبي قوت سره د لرغونې آریایې ژبې (آریک / پشایې / پا اچاا یې / پشه یې ژبې ښکلي ترکیبي نومونه دي.

په درنښت .

ماڼو دنمارک ۲۰۲۱ کال دفبرورۍ ۱۹ لسمه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply