د نومونو سمونه او د نومونو د لیکلو ستاندرد کول

داکتر تا ج الدین ملت مل

0 929

د افغانستان جمهور ریس ښاغلی داکتر صیب محمو اشرف غنی ته یو وړاندیز:
زه یو تحصیل کړی افغان یم چې په غربی نړۍ کی می دري لسیزي ژوند وکړ. زه همیشه خپلی ټولنۍ او په لویه کی د مسلمانانو او شرقی نړۍ د خلکو په ستونزو فکر کوم، او د هغی د حل په لارو کی یا اقدام کوم او یا هم لازم وړاندیزونه نورو باصلاحیته اشخاصو یا مقاماتو ته وداندی کوم. نو دا دی پدی لړ کی نن په یوه بله اجتماعی ستونزه په اړه چې هغه د نومونو د ستاندرد نشتوالی دی له تاسو سره خپل کتنې, ستونزي او پدی اړوند تاسو سره خپل وړاندیزونه شریکوم.
زمانې نن د پخوا په تناسب ډیر فرق کړی دی. انسانانو د ژوند په مختلف اړخونو کی داسی وسایل کشف او په کار اچولی دي چې د هغوي سره یی د خپل ژوند په مختلفو اړخونو کی ډیر سهولتونه او اسانتیاوي راوستي دي. چې د دی جملی نه یو هم د کمپیوتر له لاری د داتا بیزونو جوړول او استعمالول دي. دا ډاتابیزونه په ډیره اسانتیا سره د انسانانو تر منځ اړیکی برابروی او د سترګو په رپ کی پری خپل اړوند اشخاص په لویو داتا بیزونو کی پیداکوی.
خو زمونږ د خلکو غټه ستونزه دا ده چی زمونږ نومونه په انګلیسی ژبه کی خو لا پریږده چې حتی زمونږ په خپلو ژبو کی هم په یوه ستاندرد املا نه لیکل کیږی. چې دی موضوع زیاتي ستونزي منځ ته راوړي دي، او کله چی بیا زمونږ مسلمانان او خاصتآ افغانان خارج ته راشی، نو د دوي په اسنادو کی خو نومونه داسی ګډ وډ وي چې په هیڅ ستاندرد برابر نه وی. او د دی ستاندردونو د نشتوالی په وجه غربیان زمونږ د نومنو سره نا اشنا او کله نا کله هم مونږ مجبوریږو چی خپل نومونه ور ته دالف بی په توګه ټکی په ټکی ووایو. چې دا کار یو نوعه توهین او د وخت ډیره ضیاع ده. او مونږ مسلمانان او خاصتآ افغانان اکثرآ لدی سببه د یو نوعه غیر لازمی او غیر مريي توهین او تحقیر سره مخ کیږو. نو د دی لپاره ما دا لازمه ولیدله چې و دغی اجتماعی ستونزی ته د مقاماتو او د خپلو خلکو توجه راواړوم، تر څو مونږ هم خپله دغه اوږد مهاله ستونزه حل او ټول نومونه د خپل ژبی، دین، تاریخ او کلتور په رڼا کی په درسته او دقیقه توګه اصلاح او ستاندرد کړو. د دی کار د اصلاح په برخه کی د مختلفو خلکو ونډي او مکلفیتونه په لاندی توګه ذکر کوو:

۱- د ژب پوهانو، او عالمانو ونډه او مکلفیتونه:
د هر ملک او هری ژبی پوهان او عالمان باید د خپل هیوادونو او خپلو ژبو مروج نومونه راټول، او هغه په مختلفو ګروپونو ( لکه نارینه، او ښځینه، دینې او مذهبی نومونه، کلتوری نومونه، تاریخي نومونو او نورو ګروپونو باندی سره جلا او دا نومونه په دقیقه او تر ممکن حده په لنډه توګه ولیکي. البته پدی برخه کی د نومونو د پیشوند او پسوند جلا کول او د دی پیشوندونو او پسوندونو ستاندرد کول، او وړ سره د اصل نوم ستاندرد کول به ډیري اسانتیاوي راولی. او بیا باید دا ستاندرد پیشوندونه ، پسوندونه او اصلی نومونه د ستاندرد له مخی ولیکل شی، او هغه چاپ او د اداراتو اوعوامو په اختیار کی ورکړل شی. د ژبی مسولی اداری دی وخت په وخت دا نومونه بیا له سره ملاحظه او پکی دی لازم تغیرات راولی.

۲- د دولت ونډه او مکلفیتونه:
دولتونه باید هر یو د خپل هری ژبی د ژب پوهانو او عالمانو نه د نومونو د ستاندرد کولو لپاره یوه مسؤله کمیته وټاکی تر څو یو ځل موجوده مروج نومونه ستاندرد، او بیا یی په هر دری کلونو کی دا لستونه تجدید النظر کړي. د دی ستاندرد نومونو انګلیسی، عربی، جرمنی، فرانسوی او د څو نورو ژبو باندی د دی نومونو ستاندردونه هم باید ترتیب او د دی لستونو سره مل کړای شی.
دا کمیټه باید ستاندر شوی نومونه دولت ته وسپاری، او دولت باید هغه وټولو هغو ادارو ته چې د خلکو د نومونو د ثبتولو سره سروکار ولری توزیع او د تطبیق نه یی لازم نظارت وکړی. خصوصآ د تذکرو ، تولد ځایونو، روغتونونو، پولیس، ښوونځي، پوهنځي، او د نفوسو د ثبت اداری او سفارتونه باید دا کار په جدی توګه مراعات کړی.
دولت باید دا لستونه د مطبوعاتو، رادیو تلویزون، ښوونځیو، او جوماتونو له لاری خلکو ته توزیع او تشریح کړی. حتی په مکتبونو کی دی دا لړی په یو شکل د اشکالو تدریس هم شی. دا لستونه باید هر دری کاله وروسته تجدید النظر شی او پکی اصلاحات، زیاتوني، او کمونی راوړل شی.
دولت باید د بی معنا او مغلقو نومونو استعمالول بند کړي. او په هغه ملکونو کی چې نوم لیکل لا اوس هم غیر علمی او غیر ستاندرد او ډیر اوږده دي هغه باید اصلاح شی. مثلآ په مکسیکو کی اوس هم اکثره ماشومان څلور نومونه لری، د پلار له خوا اول نوم او تخلص، همدا راز د مور له خوا اول نوم او تخلص، چي دا یو ډیر بیځایه او غلط رواج دی. همدا راز باید د تخلص استعمال زیات شی، تر څو د پلار او نیکه د نوم لیکلو ضرورت له منځه ولاړ شی. دولت باید ټول هغه تخلصونه چې هغه د قومیت، ژبی، سیمیز برتریت منځ ته راوړی بند کړي. د ځنی بیشاوندونو او یا پساوندونو استعمال دی د یوه توری په توګه، او هغه هم د منځنی نوم په توګه استعمال شی، د مثال په ډول محمد یا عبدل پیشوندونه د م او ع په توګه د نامه په منځ کی او یا هم د نامه په شروع کی استعمال شی. مثلآ محمد انور ملت مل مونږ د م- انور ملت مل په توګه او یا هم د انور- م ـ ملت مل په توګه لیکلی شو.
ټول نومونه باید د یوه نیک او ښی معنی لرونکی وی، ټول نا سالم او نا موزون نومونه باید بند او لری کړای شی.
د نوم بدلولو قانون باید منظور او د اجر وړ وګرځی. تر څو خلکو ته د نوم بدلولو په برخه قانونی اسانتیاوی برابری کړای شی.
که د منځنی نوم، یا د هغی مخفف یو توری استعمال زیات شی دا به د هغو پیښو په تفکیک کی چې د یوه تصادف له مخی د دوو کسانو اول او دوهم نومونه او زیږندیز نیټی یی سره یوشان وی په تفکیک کولو کی مرسته وکړی.
په نومونو کی د یو شمیر اضافی او غیر ضروری نومونو د زیاتولو نه لکه (خان، جان، اغا، او نورو ) نه په کلکه ډډه وشی.
د نومونو د ستادندرد کولو نه پس ، دا نومونه په نورو ژبو کی هم ورته ستاندرد پیدا، او هغه په لستونو کی سره یوځای ، او د ضرورت د رفع کولو لپاره استعمالونکو هیوادونو ته واستول شی، او تری هیله وشی چې دا نومونه د پولسیو، سرحداتو وزارتونو، او د سوشل سیکیورټی ادار ته ورکړی شی، تر څو په خارجی هیوادونو کی هم زمونږ د ژبو استاندرد نومونه رایج شی. په افغانسمتان کی په پښتو، دری او انګیسی ژبو کی د نومونو د اصلاح نمونه وګوری.

۳- د عوامو ونډه او مکلفیتونه:
عوام هم باید پدی اړه با مسؤلیته ونډه واخلی، ځانونه د قبول شوی ستاندردونو نه با خبره کړی. د نوم ایښودلو په وخت کی د لستونو له مخی مناسب علمی نومونه انتخاب او خپل د کورنې نوو غړی ته هغه غوره کړي, او د دی ماشومانو د راجستر کولو په صورت کی د هغه نومونه په دقیقه توګه نه یړازی دا چې په مورنی ژبه، بلکه په نورو سترو نړیوالو ژبو کی هم په دقیقه توګه ولیکی، او د صحیح استعمال لپاره دی دا صحیح نوم د کورنی شره شریک کړای شی.

۴- د مطبوعاتو او رسنیو ونډه او مکلفیتونه:

مطبوعات، رسنی او جمعې رسني هم باید پدی اړه خپل دندی ادا او د نومونو صحیح لستونه باید رایج، تکثیر او د امکان په صورت کی د خپلو ویاندانو او خپرونو له لاری ، د غلط نومونو په اصلاح کی ژوره ونډه واخلي.

پدی اړه د دولتی مقاماتو، او هر افغان توجه غواړم. په درنښت، داکتر تا ج الدین ملت مل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply