یونسکو: افغانستان کې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب ملاتړ کوو

0 1,013

د ملګرو ملتونو عملي او کلتوري سازمان یا یونسکو په بامیان کې د بودا مجسمو د نړیدو د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

یاد سازمان تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو، چې د بودا مجسمو د نړولو غمیزې دا روښانه کړه چې د نړۍ په سطح تر خطر لاندې کلتوري اثارو د خوندیتوب اړتیا شته ده.

یونسکو سازمان زیاته کړې، د افغانستان په بامیان ولایت کې د طالبانو له لوري په قصدي ډول د دې لرغوني میراث له منځه وړل د یوې سرسختې ایډیالوژۍ څرګندويې کوي چې هدف یې د یو کلتور، هویت او تاریخ له منځه وړل دي او ښکاره کوي، چې څنګه د یوه میراث تخریبول د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې خپلو کسانو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې په افغانستان کې دې د تاریخي میراثونو ساتنه وکړي، هغه څه چې په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه را وپارول، ځکه طالبانو د بودا تاریخي مجسمه نړولې ده، خو اوس یې د ساتنې خبره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply