بغلان؛ پولیسو هغه کس نیولی، چې ۴ ماشومان یې قاچاق کول

0 876

د بغلان ولایت پولیس ادعا کوي، چې بهر ته یې د څلور ماشومانو د قاچاق کېدلو مخه نيولې ده.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمد جاوید بشارت ویلي، یو انسان تښتونکي چې غوښتل یې څلور ماشومان له بغلان ولایت څخه یو بهرني هېواد ته قاچاق کړي، له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پولیسو له لوري ونیول شو.
د بشارت په خبره یاد ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
که څه هم بشارت د ماشومانو د عمرونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په خبره یې، چې د بلخ ولایت اصلي اوسیدونکي دي.

انساني قاچاق په افغانستان کې یو له هغو ستونزو څخه ده، چې له کالونو راهیسې دوام لري او ډیر کله یې عاملین د پولیسو له لوري نیول کیږي.
په همدې تړاو څه موده وړاندې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي خبرداری ورکړی و که چیرې په هېواد کې د انساني قاچاق مخه ونه نیول شي، نو ګڼ شمېر په افغانستان به د نړیوالو له لوري ګڼ شمېر بندیزونه ولګول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply