تېرو ۲ میاشتو کې ۴۹ زره کورنۍ د جګړې له کبله بې‌ځايه شوې

0 655

افغانستان کې د جګړو له کبله د روان میلادي کال په دوه لومړیو میاشتو کې ۴۹ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، چې د روان کال په لومړیو دوه میاشتو کې ۴۹ زره کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوي، چې لاهم خپلو مېنو ته نه دي ور ستنې شوي.

اوچا ویلي، چې په بې ځایه شویو کورنیو کې ۲۰ سلنه یې د پاخه عمر نارینه، ۲۱ سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

د یاد دفتر په خبره، هلمند، کندهار، نیمروز، فراه،هرات، بادغیس،بلخ، سر پل،سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان،ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي، چې جګړو په کې خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي.

اوچا یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان دولت او نړېواله ټولنه له طالبانو د افغان وژنې د بندېدو غوښتنه کوي؛ خو یاده ډله لاهم په جګړو تمرکز لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply