سیکانو کې د «پنځو» ګڼې ارزښت

همایون دوست

0 1,224
هندوستان په لرغونې تمدن کې لا د «پنځو» ګڼه، بختوره، نیکمرغه او سپیځلې ګڼله کیده، دې باور له مخې یې ولسونو خپل ګڼ رواجونه د پنځه کراته، پنځه ګونه، پنځه کسیزه او داسې نورو پنځه ګیزو پوری نښلوی، نن ورځ ښایې دا تصادف وی چې، د سیک ځوان ابراهیمی دین په نړیوال کچ د ګڼپیروانو ادیانو څنګ ته، په پنځمه لیکه کې ولاړ دی، خو طبیعی ده، چې د دوی ښیراز او زرخیز ټاټوبی پنجاب (پنځه اوبه) ته څنګه چې له نوم څخه څرګنده ده، پنځو سیندونو «ستلیج، بیاس، راوی، جیلم او چیناب» په سیمه کې ډوډۍ د شکور ارزښت ورکړی.
دوی د پنځو سیندونو په زمریانو هم شهرت لری، په دی تړاو یو مغولی دښمن یې اعتراف کوی چې:
… د زمرو په څیر زړور او د زمرو غوندی جنګیږی… که غواړي د جنګ چل زده کړی، نو ور میدان ته شی، هغوی به یې داسې در وءښایې، چې ته ووایې افرین … خبر یاست چې دوې «سینګ» په خپله ژبه کې، «زمري» ته وایي، رښتیا هم د جنګ په ډګر کې، دوی ښکاري د زمرو پشان…
(قاضي نورمحمد)
سیک دین پنځه بېخبنايي ستنې لری.
۱)- حقیقت.
۲)- صداقت.
۳)- عدالت.
۴)ـ مساوات.
۵) – ازادی
سیکان ښیګڼې په پنځو نعمتونو کې ګوری.
۱) – مینه
۲)- ښکلا
۳) – اخلاق
۴)- رښتیا
۵)-او ایمان
سیک باید پنځه صفتونه ولری
۱)- ریښتین
۲)- عاجز
۳)- مهربانه
۴)- ننګیال
۵) توریال
همدا ډول د خالصه سیک مذهبې مراسم کابو په ټوله کې، د پنځو ګڼې سره تړل کیږی، د بیلګې له پاره پنځه وخته په جمع لمونځ، جمع لږ تر لږه باید «پنځو» کسه (ښځینه او نارینه) لمونځګوزاره تر سره کړی، لمونځونه فرض دې.
په خالصه سیک بڼستیزه پنج پیاره، پنځه ګونه «ک» داره توکو لرل او ګرځول فرض دې.
۱) کیش، په کپری باندې، دستار لاندې، د ویښتانو ټول کړای شوی ګرده غوټه.( د ویښتانو خریل لویه ګناه ده
۲) کانغه یا ږمنځ ويښتانو کې نښتی وی.
۳) کړه، په ښي لاس کې فولادی بندړی.
۴) کاچه، پرتوګ لاندی، اغوستل شوی چوټه.
۵) کیرپان، د ملا نه ځوړند، کالو لاندې پټ خنجر.
نانک بابا: مسافرتنو له خاطراتو څخه:
نانک بابا مسافرتونه په پنځو پړاونو وویشل کیږی، درې پیرې د پنجاب لویدیځ د لودی پښتنو تر واک لاندی هندو او بودایې مذهبه سیمو کې، له ۱۵۰۰ـ ۱۵۱۸م. بیلابیلو ادیانو په اړوند هر اړخیزی پلټنې وکړې، څلورمه پیره یې، حج فریضې ادا کولو په پلمه (۱۵۱۹ـ۱۵۲۱م.) مردان په ملګرتیا،د اسلامې نړۍ څیړنو په موخه، حجازو، کندهار او کابل کې واحد رب دربار ته پنځه وخته لمونځونه وکړل، پنځمه پیره یې د نورو پیرو په توپیر د مثلث ډوله پنجاب په وییرغاوی کې په ګرځنده، ګرځیدو بشپړه کړه.
ده د ړمبی پیری یون په بهیر کې، هندوانو مقدس ښار «هردوار» (له کومه ځایه چې د هغوي مقدس «ګنګا» سیند سر چینه اخلی)، «جلاجانی» فریضی مراسمو کې وءلیدل، چې ټول زائران په لپو، لپو اوبه پورته د لمر خاته لور ته شیندی، نانک بابا یې د وجې پوښتنه وکړه، په ځواب یې واوریدل چې، دا مو د مړو اروا مینځی، تازه یې ساتی او له جل څخه یې ژوغوری، نو د هم په منډی، منډی پنځه ډکې، ډکې لپې اوبه د لمر پریواته لور ته وءشیندلی، چې یوه بتکړي پنډت (روحانی) په ور برګ شو او پوښتنه یې ورنه وکړه چې: ولې هغې خوا ته اوبه شیندی؟
بابا – دی خوا می کرونده پرته ده، خبر نه یم چې ورښت په وریدلی او که نه، نو ما هم خړوبه کړه چې فصل یې وچ نه شې .
پنډت – ته خو نه لیونی یې، نه ماشوم یې، ایا ته نه پوهیږی چې له دې ځایه ستا پټیو ته اوبه نه ورسیږی؟.
بابا – زما پټې خو لنډ ، ایله اوه- اته سوه کیلومتری کې پراته دې، نو ته پخپله په خپل منطق قضاوت وکړه، چې زما د نذرانې اوبه چې لا دومره لڼد واټن کې پټي نه شي خړوبولی، ستاسو څنګه بلې دنیا کې مړو تنده ماتولی شې. د پنډت ژبه په خوله کې وچه شوه.
همدی ته ورته نانک بابا د حج سپیڅلې فریضې ترسره کولو په ترڅ کې، په بې پامی پښی د کعبې شریفې په لور وغزولی چې امر بالمعروف، په ودانګل او په پښې وټومبه چې پاڅه ای بې دینه د خدای کور څخه پښي واړه وه، نو بابا ور نه هیله وکړه چې ته مرسته راسره وکړه، زما پښي هغې خوا واړوه، چیرته چې د خدای کور نه وی، امر بالمعروف یې پښي حرمین او شریفین خوا ته کړی، چې نانک بابا غږ په وکړ چې تا خو په دنیا د خدای تر ټولو غټ کور ته زما پښي واړولی ، امر بالمعروف سخته سترګه خړه شوه او له خوا یې ځان ورک کړ.
ــ یادوړ ټکې دا دې له پیل څخه نانک بابا هوډ نه لرود چې کوم نوی طریقت، مذهب او یا دین رامنځ ته کړی او نه یې کوم دین یا د هغه دین امتیان غندلې، برخلاف ده به خپلو مریدانو مسلمانانو او هندوانو ټینګار کاوه، چې بنی ادم د ذات اصلې جوهر سړیتوب دی، مهمه نه ده چې، خدای پاک د هندو په کورنۍ کې پیدا کړی که د مسلمان، تا که په هره عقیده ایمان راوړی ، په خپله عقیده مو زړه له تله ریښتین اوسې، په ظاهری بڼه، اضافي دودونو کې، ځان خپلی عقیدی باندې ولاړ ښودنه خرافات دې، غښتلې ایمان، پیاوړی ایمان، هغه ایمان دی، چې په خپل ایمان باندې، دننه په زړه کې ټینګ ایمان ولری.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply