له موضوع څخه تېښته

اسماعیل یوون

0 992
:
په لیکوالۍ کې یوه موضوع ده ؛ چې څوک پر اصلي موضوع حاکم نه وي ، بیا څنګزنې موضوعګانې تشریح کوي ؛ اصلي موضوع نه تشریح کوي ، یوه موضوع پر یوې ، بله پر بلې پسې وتړي ، نو ځکه له لوستونکي او اورېدونکي اصلي موضوع هېره او تېره کړي . اوس د بهسودو د حادثې ، علیپور ، د دفاع وزارت د الوتکې ویشتل او هغې کې د مسلکي پوځیانو د شهادت موضوع کې هر څه واضح دي ، اضافي بحت ته په کې هېڅ اړتیا نه شته . عامل ، سبب او مسبب ، زمان او مکان ټول معلوم دي ، نه څوک انکار کوي او نه دا موضوع نورې څېړنې ته اړتیا لري . علیپور د چا د تنظیم غړی دی او د چا وسله ورسره ده ؟ د چا له خوا یې ملاتړ کېږي ؟ د چا له خوا نیول شوی و ؟ او د چا له خوا یې ضمانت وشو ؟ دا اعترافونه ، تضمین خطونه او سندونه ټول موجود دي ، نو نور بیا کوم روایت او حکایت ته اړتیا ده چې لا هم وخت ضایع شي او د غمیزې لپاسه بله غمیزه راشي .
نن څخه نږدې درې کاله وړاندې جمهور رییس رسنیو ته وویل چې پر علیپور به قانون تطبیقوم او که مې تطبیق نه کړ ، نو مسولیت موږ ته راجع کېږي او باید له ما او معاون صیب ( دانش ) څخه پوښتنه وشي . اوس د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې داسې د نر زوی شته چې جمهور رییس غني او د هغه مرستیال د مسول او متضمن په توګه د محاکمې مېز ته راکاږي ؟ او یا لږ تر لږه ترې یوه پوښتنه وکړي ؟ قاضیان او څارنوالان څه وايي چې له متضمن څخه څه وخت او په کوم حالت کې پوښتنه کېږي ؟ ښه مې په یاد دې چې یو وخت همدې ښاغلي غني اعلان وکړ چې په تېرو دوو ورځو کې یې تر یو نیم زر تنو زیات طالبان وژلي دي . که څه هم دا اعلان د جمهور رییس له خولې له مسلکي ، وظیفوي او عاطفي پلوه ښه نه و، خو ده د خپلو ایتلافي ملګرو ؛ صالح او دانش د خوشالۍ په خاطر په زغرده دا چغې وهلې ، نو پوښتنه دا ده چې هغه پوځ څه شو چې په یوه ورځ کې یو نیم زر طالبان وژلی شي ، خو پنځو کلونو کې کې یو علیپور نه شي ختمولای؟ صالح او دانش د هغو جنایتکارو تنظیمونو غړي دي چې د طالب ، حزب ، ترهګر ، القاعده او نورو نومونو تر چتر لاندې یې د پښتنو ډله ییزې وژنې او تصفیې ته کار ویلی دی. اوس یې د مفکر صیب د واک د دوام په پلمه د هغه پر اوږه توپک ایښی دی او له اقتصادي ، سیاسي او کدري پلوه د پښتنو د حذفونې پالیسۍ ته دوام ورکوي . تر ټولو دردوونکې خبره بیا دا ده چې کومو ډلو چې پر خپل وخت یې پښتنو ته تر ټولو زیات زیانونه اړولي ، پښتانه د همغو ډلو د یارۍ په تور کړول کېږي .
اوس نو د یو علیپور د نیونې لپاره دومره سیاسي او پوځي کمپاین روان دی ، چې ته به وايې د پاکستان او یا کوم بل هېواد پر وړاندې د عمومي سفر برۍ اعلان کېږي. وه وروره شف شف ولې کوئ ، شفتالو ( دانش) تیار په ارګ کې ناست دی ، هم د مجرم شریکباڼی دی ، هم یې ملاتړی، هم مسبب دی او هم متضمن ، نو چې دی ونیسئ او ورته ووایئ چې که په درېیو ساعتونو کې دې قاتل حاضر نه کړ ، نو د عدالت د تطبیق کړۍ ته دې غاړه برابره کړه ، تاسې بیا ګورئ چې څه کېږي ؟ دلته نه یوازې د پوځ د افسرانو د شهادت موضوع مطرح ده ، بلکې بیت المال ته د رسیدلي تاوان د غرامت او د ټول نظام او حکومت د حیثیت موضوع هم مطرح ده. که علیپور ونیول شي او یا په جګړه کې ووژل شي ، په هر حالت کې د نظام ، دولتي حاکمیت حیثیت او بیت االمال ته د رسېدلي زیان او د شهیدانو له کورنیو څخه د بښنې غوښتلو موضوع باید له یاده و نه ایستل شي. داسې نه شي چې یو دوه ورځې عملیات وشي ، علیپور یا وتښتي ، يا ووژل شي او جګړه کې د یو څو ملکي وګړو پوزې وینې وشي ، بیا به نو د علیپور موضوع پاتې وي ، دانش ، خلیلي ، محقق ، جنرال مراد ، (( جنبش روشنایي)) ، (( شورای انسجام جامعه هزاره)) ، د غزني مدام العمر هزاره وکیلان ، سیما سمر او د ایران نور مینوال به د بهسودو له موضوع څخه د کربلا موضوع جوړه کړي او وايي به چې (( ما برای مردم بهسود عدالت میخواهیم ، امنیت میخواهیم ، برابری میخواهیم ، امنیت خود مان را خود ما تامین میکنیم، غنی فاشیست است ، غنی برادر طالب است ، متعصب است ، افکار عبدالرحمن خانی دارد ، افکار طالبانی دارد .. )) او داسې نور شعارونه به سر کړي ، نو غني د دې په خاطر چې له دې تورونو ځان وژغوري ، بیا به هغو ته د تیر په څېر د امتیازاتو د جوال خوله خلاصه کړي او و به وایي چې (( ما و شما براردر استم ، بیاید که راه شهید استاد مزاری ، شهید وحدت ملی را تعقیب کنیم ، کلی ما دست به دست هم بتیم ، طالب و تروریزم را شکست دهیم…)).
خدای دې وکړي چې دا خبرې عملي نه شي ، خو د ټولو او یا هم د یوې برخې عملي کېدل یې له امکانه لرې نه دي . هو ، په تلو تلو کې له هغه مرستیال صیب ؛ امرالله صالح څخه هم ډېره مننه چې د بهسودو د پېښې په باب یې ډېر چټک( پنځه ورځې وروسته)) توند ! غبرګون وښود ، هېوادوال دې هغه وخت هم په یاد کړي چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې د یوې وکیلې او یو پولیس تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه او خبره تر سوک څپېړې رسېدلې وه ، نو صالح صیب په دوو ساعتونو کې د پېښې ځای ته ځان ورسولی و او هلته یې غاړه تازه کړه ، اوږې یې پورته واچولې او ویې ویل چې (( ما در کنار پولیس خود ایستاد استم و به کسی اجازه نم دهیم که پولیس مرا اهانت و توهین کند .. )) خو د بهسودو په مسله کې ایله پنځې ورځې وروسته هغه هم د فسیبوک د غبرګون په زور له غاره را ووت او یو سست عکس العمل یې څرګند کړ ، چې هغه کې هم دا نه دي ویل شوي چې در کنار سربازان و بازماندګان شهدا ایستاد استم و انتقام انها را در یک روز دو روز میګیرم ، دا ځکه چې دوی د لنډغرو تنظیمونو د سلسلې مشترکې ریښې لري .
که ښاغلی غني غواړي د شرمونو په لړۍ کې یې نور شرمونه زیات نه شي او هغه تېر هم تر یوه بریده جبیره کړي ، نو وخت دې نه ضایع کوي ، دانش دې ژر تر ژره د محاکمې مېز ته را کاږي ، هغه به له کومو نظامي عملیاتو او تلفاتو پرته علیپور د قانون منګولو ته وسپاري ، محاکم او قانون باید شریعت پرې تطبیق کړي او دانش باید مجبور کړي چې بیت المال ته د رسیدلي زیان تاوان ورکړي . د قانون د تطبیق او د عدالت د عاملو همدا لاره ده ، نورې ټولې لارې له مضرو سیاسي مصلحتونو ډکې دي ، ملت او نظام ته یې د خیر پر ځای زیات شر او ضرر ور رسېږي.
May be an image of text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply