د آلمان عسکر په افغانستان کي پاتيږي

0 1,469

د آلمان عسکر د نورو لسو میاشتو له پاره په افغانستان کي پاتيږي. دمگړی تر امريکا وروسته آلمان په افغانستان کي ډیر عسکر لري.

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ مياشتي تر لومړۍ نیټې پوري په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت تمديد کړ. د پارلمان په دغه رای اخيستنه کې ۴۳۲ وکیلانو مثبته ، ۱۷۶ منفي او ۲۱ ممتنع رایی ورکړې. ددغه پرېکړه لیک له مخي به د آلماني عسکرو شمیر بیا هم تر ۱۳۰۰ زیات نه سي.

آلماني عسکر د افغانستان په شمال کي د ناټو له پنځو اډو څخه د یوې اډې مسؤلیت پر غاړه لري. په اوس وخت کي څه ناڅه ۱۱۰۰ آلماني سرتیري هلته موجود دي. آلمانی پوځ تر امریکايي ځواکونو وروسته چي د خپلو ځواکونو تر ښکاره کمولو وروسته لا ۲۵۰۰ سرتیري لري، په افغانستان کي دوهم لوی ځواک دی.

دا چي د ناټو ماموريت به څه کیږي، تر اوسه لا معلومه نه ده. د امريکا پخواني ولسمشر ترمپ له طالبانو سره ژمنه کړې وه چي د روان کال د اپریل تر ۳۰ می به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وزي.

د جو بایدن تر مشرۍ لاندي د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت تر اوسه پوري په دې اړه خپل دریځ نه دی ښودلی. بایدن د پنجشنبې په ورځ ټینگار وکړ چي له تاکتیکي پلوه به سخته وي چي د ترمپ له خوا  د وخت ورکولو دغه وړاندیز دي عملي سي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر، هایکو ماس د آلمان د پارلمان له رايي اخیستني څخه هرکلی وکړ. هغه د تویتر له لاري څرگنده کړه: »موږ دغه ډول انعطاف پذیرۍ ته اړتیا لرو. موږ غواړو په افغانستان کي ددغه اتحاد په چوکاټ کي خپل پوځي ماموریت په گډه سره پای ته ورسوو. خو هغه باید په مسؤلانه ډول ترسره سي. او ددې کار له پاره ډیر وخت ته اړتیا لرو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply