د کونړ پر سیند بندونه ولې نه جوړیږي؟

داکتر تاج الدین ملت مل

0 1,799

د کونړ په سیند د بندونو د نه جوړیدو رازونه او د دولت مجبوریتونه پدی عکس کې پیدا کولای شئ!

د وری ۶، ۱۴۰۰ ل

یو متل دی چې وایی ” یو عکس بلا خبری”، مخکی تر دی چی د دی عکس او د کنړ په سیند د بندونو په اړیکه ولیکم، دا به ګټوره وی چې د دی عکس څلور ځانګړني ذکر کړم، تر څو د دی تړاو د اصلی موضوع سره ښه روښانه شی.

۱ —  دا عکس په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کی د امریکا د ولسمشر، جورج بوش، په غوښتنه هغه وخت اخستل شوی دی چی د امریکا په واشنګټن دی سی کی د اوبو، انرژی او چاپیریال یو نړیوال کانفرانس ته د افغانستان نه یو څلور کسیزه پلاوی د ښاغلې محمد اسماعیل خان (د وخت د اوبو او انرژی وزیر) په مشری د سلګونو نورو هیوادونو نه د هر هیواد د ۳-۴ تنو وزیرانو په ګډون رابلل شوی وه.  ما د خپل یوه دوست په مرسته د یوه خاص مطلب په نظر کی نیولو سره په ډیره خواری د ترجمان په توګه ځان و دغه کانفرانس ته ور شامل کړ.  د مجلس په دوهمه ورځ جمهور ریس جورج بوش دغه کانفرانس ته د مشر میلمه په توګه وینا وکړه او د وینا نه پس یی د لومړې قطار میلمنو سره چی اکثر یی د مختلفو ملکونو ریس جمهوران یا وزیران ول په لاس ورکولو روغبړ وکړ. دغه وخت زه په لسم قطار کې ناست وم. ما دا په چټګې درک کړه چې اسماعیل خان باید بوش ته زه معرفې کړم. ځان مې په بی ساری ډول زر د اسماعیل خان خواته ور ورساوه، او ما اسماعیل خان بوش ته په داسی دوو لنډو جملو کی داسی ور و پیژانده چې نه یوازی بوش، بلکه اسماعیل خان او د کانفرانس ټول ګډونوال یی هم هک حیران کړل. په دغه عکس کی هغه دوه تنه نور افغانان زما په شمول ( منځ کی ولاړ کس) او ورسره هغه نور ګډونوال لا هم ژوندي دي، او د دی قیصې د رښتینولی لپاره تری پوښتلای شی.

۲ـ  دا عکس د دیپلوماسی د ټولو نورمونو خلاف پداسی حالت کې اخستل شوی چې زما له خوا د اسماعیل خان د معرفې کولو سره سم بوش دومره احساساتې شو چې پخپله یی کامره مین ته غږ وکړ او ور ته یی وویل «زما عکس د دوي سره واخله» او کامره مین دا عکس واخست، چې بیا یی وروسته ما ته رسمآ کور ته را استاوه.

۳ ـ  سره لدی چې زه او زما هغه بل ملګری ( زما تر شا ولاړ کمره په لاس جګ ځوان، نوم اخستل یی د هغه د اجازی پرته مناسب نه بولم) د افغانې هیت رسمې ترجمانان وو، خو تر دی وخته اسماعیل خان مونږ ته د ترجمانې اجازه هم نه راکوله او ورسره راغلې یو دری ژبی انجینر نه به یی د ترجمان او بیړنی پټ مشاور په توګه هم کار اخسته. خو د دی عکس خاطری اسماعیل خان ته زما د دوو لنډو جملو ځانګړۍ توانمندی چی د امریکې ولسمشر مې څنګه داسی تر تاثیر لاندی راووست چې د مجلس ټول دیپلوماتیک اصول یی مات کړل، او اسماعیل خان یی ډیر و نازاوه، هغه ته زما علمې او ابتکاری جوهریت ثابت کړ او دا چې دی مې په څومره درنښت بوش ته وروپیژانده، د ده د شخصی اعتماد ښه وسیله شوه چې ما ته یی د کونړ په سیند د بندونو د ځنډ په اصلې راز د پوهیدو لار خلاصه کړه.  باید دا هم ووایم چې ما سره هغه وخت او دغه ځای کی د اسماعیل خان شخصیت او د ده سهوي دومره مهمي نه وي، خو دا چې دی د افغانې هیُت په مشرتابه راغلی وه په هغه مجلس کی د بوش او نورو ګډونوالو توجه افغانستان ته را سره هدف وه او دا یی ښه وسیله وه.

۴ـ  مهمه او د راز خبره دا ده چې د کانفرانس په دریمه ورځ ښاغلې اسماعیل خان د امریکې د انرژی وزارت د یوه ملاقات لپاره دعوت کړ، ما ته هم اسماعیل خان بلنه راکړه چې پدی ملاقات کې ور سره اوسم.  د خبرو په اوږدو کی اسماعیل خان د افغانستان په شمال او مرکزی افغانستان کې په سیندونو اد اوبو د بندونو غوښتنه وکړه او انجنیر صاحب ورسره په مهارت په ترجمه کی د شرقی افغانستان سیندونو نومونه هم پری علاوه کړل؛ لاکن د غربی سندونو یی د یوه سیند نوم هم وانخست. امریکایی مقاماتو ورنه په دیپلوماتیکه توګه مننه وکړه او ور ته یی وویل، «مونږ د افغانستان د سیندونو په اړه علاقه مند یو او پدی اړه ځانګړی پاليسی او پلان لرو چی ستاسو په همکاری به یی تطبیقوو».

د مجلس نه وروسته ما د دغه ښاغلې انجنیر صاحب نه چې یی د مداخله ګر مشاور او ترجمان وظیفه تر سره کړه، په طنز کې داسی پوښتنه وکړه.  «انجنیر صاحب تشکر خوب شد که شما از دریاهای شرقی یاداوری کردید، ور نه از یاد وزیر صاحب رفته بود». وی به یک لبخندی خاص ګفت، «بلی، من درک کردم که شما دقیقآ متوجه صحبت بودید و پیشانی تان هم ترش شد، لذا من برای اینکه شما مداخله نکنید، موضوع را تکمیل نمودم».  ما تری تشکر وکړ او خبره می داسی ختمه کړه. « محترم انجینر صاحب، البته که دریاهای غربی کشور از یاد هردو تان رفت» او ګفت، « نه من نمی خواستم صحبت های امیر صاحب را تغیر بدهم»؟

اوس چې  د دی حادثی نه ۱۱ کلونه تیر شول، ما ته هماغه د امریکا د اوبو د وزارت د مشر خبره رایاده شوه.  هو په رښتیا هم دوي (امریکایان) د افغانستان د سیندونو اوبو ته هم خپل سیاسی،ړعلاقمندی، پالیسي او پلان لری. د قراینو نه حدث داسی وهل کیدای شی چې افغان دولت ممکن د امریکایانو په سلا مشوره ایران ته د اوبو بندونو ته اولیت ورکړی وی، تر څو ایران د غیر مستقیم لا زیاتو اقتصادی فشارونو لاندی وساتې. چې دا کار هم زموږ په ګټه دی او دا چې ولسمشر تری ښه ګټه پورته کوي، ورته کور ودانی وایو.

راځو د کونړ په سیند د بندونو د نه جوړولو موضوع ته، ممکن دا ځنډیدل هم د هغه امریکایی مشر د خبری یوه برخه وی چې وی ویل مونږ د افغانستان د سیندونو د بندونو د جوړولو په اړه، علاقه، پالیسی او پلانونه لرو. ممکن پاکستانې دیپلوماتانو او لابی ګرایانو(چې ورته افغانې همسیالان یی د دوي سره هیڅ د پرتلې وړ ندي)، امریکایان دی ته هڅولي وي چي امریکا پدی وخت کی د پاکستان سره د خپلو پټو او مرموزو اړیکو له لاری د کنړ په سیند د بندونو د جوړولو کار په ارادی توګه و نه غواړي، نو ممکن د افغانستان دولت پدی برخه کی د هغوي د پټو ګواښونو سره مخ وي.  یا دا چې افغان ولسمشر نه غواړی چې په ډیره بیړه په یوه وخت کی دوه مهم دشمنان د ځان په لوري تر دی لا زیات را وپاروي.  د بلی خوا د ډیورند د منحوسې کرښی په دواړو خواو کی د پرتو پښتنو نا پوهې او د اسلام تر نامه لاندې د هغوي ضد ملې دریزونو او جاهلانه او دښمنانه کړونو ته په کتو او د مرحوم ناکامورا د وژلو نه د یوه درس په توګه ممکن ولسمشر د دی بندونو امنیت نه تشویش ولری او جوړول یی لږ بیوخته ګڼي، چې په خواشینې سره دا هم یو رښتینې تریخ واقیعیت دی. نو زما په اند د کونړ په سیند د بندونو جوړولو ستونزه تر زیاته حده سیاسی ده نه اقتصادی او ارادی.

خو د کونړ په سیند د بندونو د جوړولو په اړه ښه او د امیدواری ډکه خبره دا ده چې، په تیرو دوه کالو کی یو زیات شمیر ځوانان نه یوازی دا چې د دغه بندونو د جوړولو غوښتنه په دوامداره توګه کړی، بلکې د هغی د جوړیدو لپاره یی د مادی امکاناتو د راټولو هلي ځلي هم په کار اچولی دي. د خوښی خبر دا دی چې پدی اړه ډیرو افغانانو راز راز قربای=تنیو او ونډی اخستلو ته امادهګی ښودلی ده، حتا ځنو خویندو د خپلو ګاڼو د شریکولو وعدي هم کړي دي.  پدی برخه کی د دی ځوانانو او ټولو افغانانو احساس د قد وطن پالنې احساس او احساسات د قدر وړ دي، او تری ستاینه کوم.  ولی د یوه اوږدی مودی تجربه لرونکې واقیعیت بین پاک ملې مبارز افغان په توګه ددی ځوانانو توجه دی ته را اړول غواړم چې هسی نه خدای نا خواسته، د دښمن په توطؤ د همدغو پیسو د نا سم مدیریت له امله د دغي سیمی او د افغانانو تر منځ لا نوري لانجی هم زیاتي شی، او زمونږ دغه خپل منځي لږ را پاته اعتبار لا هم له لاسه ورکړو او د وطنپالنې احساس مو لا هم زخمې شی.

نو زما هیله د تاسو ټولو علاقمندو ځوانانو او افغانانو نه، دا ده چې که په رښتنیا د کونړ په سیند بندونه او دغه شان نوري ګټوري پروژي نه یوازی دا چی جوړول غواړئ، بلکه ور سره د هغو ساتنه او پالنه اطمینانې کول غواړئ، امنیت او د هغو پروژو نه د سالمي ګټی اخستلو او ادامی مینه هم لرئ، نو راشئ خپل همدغه معنوې او مادی اخلاص د هغه خوځښت په پلوی کی مصرف کړئ چې یو شمیر پاکو ملې مبارزینو په افغانستان کی د همدی نظام د ملاتړ سره سره د یوه واقعآ ولسواک، عادل، قانون او ملې ګټو ته ژمن نظام (ملی مترقی نظام) د رامنځ ته کولو لپاره د «مثبت بدلون نهضت» تر نوم لاندی پیل کړی دی، آو په چټکه توګه د هیوادوالو د توجه او ګډون امیدواری ورکوی.  راځئ چې په ګډه د دغه نهضت په  تقویه کولو کی معنوي او مالی ونډه واخلو چې دا به ژر تر ژره په هیواد کی داسی یو توانمند، مستقل، ازاد، ملې مترقی نظام را منځ ته کړی چې نه د چا د اشارو پروا ولری، او نه د پنجاب او تهران د دړکو پروا وکړي.  دا د هیواد د ټولو ارمانونو اساسی او بنیادی لار ده.  راځی خپلي توانمندي د هیواد د ابادی، ازادی، سولې او استقلالیت په لاره کی سره یو ځای کړو تر څو خپلې قرباني را کمې او هغه هم په سمه او اصلی لاره او په مناسب او ضروری ځای کی ورکړو.

د افغان ځوان نسل د لا بیدارتیا، هوښیارتیا، انسجام او مسؤلیت اخستنی په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply