د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي د کورنۍ له دریو غړو سره ووژل شو

0 892

پېښور: تېره ورځ د پېښور په صوابۍ سیمه کې د ترهګري ضد قاضي حاجي افتاب افریدی د نامالومو کسانو له لوري له خپلې مېرمنې، لور او لمسۍ سره یوځای وژل شوی او موټر چلونکی یې سخت ټپي دی.

یاده پېښه د صوابۍ کوچني لاهور سیمه کې د پولیسو تاڼې سره نږدې رامنځته شوې.

د سیمې د پولیسو په خبره، په دوه موټرو کې سپرو نامالومو کسانو د قاضي حاجي افتاب پر موټر ډزې کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

اوس پوښتنه داده، چې ولې په داسې امنیتي ساحه کې قاضي ترور شي او د پېښې عاملین دې په تېښته بریالي شي؟
د پاکستاني شنونکو په اند، لاهم د پاکستان حکومت په کور دننه د هغو کسانو د وژلو لپاره ځانګړې ډلې لري، چې د یاد حکومت پر وړاندې خنډ جوړوي.

له تېرو ۱۲ کلنو راپه دې خوا په یاد هېواد کې د ترهګري ضد قاضیانو هدفي وژنې دوام لري، چې لایې هم عاملین په ښکاره ډول معلوم نه دي؛ خو په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو مشران، سیاسي شنونکي، د رسنیو کارکوونکي او خپله یو شمېر قاضیان وايي، چې هر څوک، چې په پاکستان کې د ترهګري ضد غږ پورته کوي، د یاد هېواد د پوځ له لوري ترور کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply