علي احمد جلالي: طالبان باید اخلاقي مسؤلیتونه وپېژني

0 836

د جګړې له تېزېدو سره په یو وخت  د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو نه ده او طالبان باید د عامو خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي ویلي، چې طالبانو له افغان حکومت سره په جګړه کې ان خپل اخلاقي مسؤلیتونه هم تر پښو لاندې کړي او په کور دننه یې د خپلو اهدافو لپاره ملکي وګړي قرباني کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدل یوه بوږنونکې مسئله ده او طالبان باید د ترکیې په غونډه کې له افغان حکومت سره یو دایمي اوربند ته ورسیږي.
جلالي دغه راز په استانبول کې جوړېدونکې ناستې ته هم خوشبینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی اوسنی فرصت بې مخینې دی او دواړه لوري باید دا چانس له لاسه ورنه کړي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د بشرحقونو کمېسون هم په جګړه کې د ملکي خلکو په وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و، چې افغان حکومت سره دې دایمي اوربند ته زړه ښه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply