جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

0 778
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو، یو شمېر وزیرانو او دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان دولت او خلکو سره په تېرو دوو لسېزو کې د یاد هیواد او ټولو بین المللي شریکانو د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
جمهوررئیس غني د تروریزم پر ضد د ټولو هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ وې ویل، له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوو او د افغانستان دولت به هڅه وکړي چې د لېږد په پروسه کې لازمه همکاري ترسره کړي.
جمهوررئیس غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یادې کړې وې ویل، زموږ زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډاګه کړه چې په یواځې توګه د خپلې خاورې او هیواد د ساتنې او دفاع وړتیا لري او د افغانستان ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ی دی.
د هیواد جمهوررئیس وویل: اوس چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو هوډ لري، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو نوي فصل د پیل په اړه یوه واضح بحث ته اړتیا ده.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه وې ویل، له افغانستان څخه زموږ د ځواکونو وتل به د داوړ هیوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنی نه وي او د امریکا متحده ایالاتونه له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان او د دغه هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان سولې بهیر د اسانتیا په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د لېږد بهیر او د همکاریو د نوي فصل د پیل په موخه به اړیکې او خبرې همداراز دوام ومومي.
May be an image of 2 people, people sitting and people standing

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply